د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
غیرقانوني اسرائیلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د يو فلسطیني موټر ته اور واچاوه
د البدر د بشري حقونو سازمان په یوه بیان کې ویلي، غیرقانوني میشتو سهار وختي پر کلي برید وکړ او یوه فلسطیني موټر ته یې اور ورته کړ او په بشپړه توګه یې ویجاړ کړ.
غیرقانوني اسرائیلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د يو فلسطیني موټر ته اور واچاوه
غیرقانوني اسرائیلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د يو فلسطیني موټر ته اور واچاوه

اسرائیلي اشغالګرو د سې شنبې په ورځ د نابلس په شمال لوېدیځ کې د بیت عمران په کلي کې د برید په ترڅ کې د  یو فلسطینی موټر سوځولی دی.

د البدر د بشري حقونو سازمان په یوه بیان کې ویلي، غیرقانوني میشتو سهار وختي پر کلي برید وکړ او یوه فلسطیني موټر ته یې اور ورته کړ او په بشپړه توګه یې ویجاړ کړ.

دغه سازمان زیاته کړه چې غیرقانوني میشتو هڅه وکړه د کلي پر څو کورونو او موټرو هم برید وکړي، خو د سیمې اوسیدونکو ورسره مقابله وکړه او هغوی یې اړ کړل چې له سیمې څخه شاتګ وکړي.

البیدار وویل چې د ملکي وګړو د ملکیتونو په نښه کول او د موټرو سوځول په فلسطینیانو او د هغوی پر ملکیتونو مستقیم برید دی، چې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي او همدارنګه په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی زیاتوي.

اشغال شوې لوېدیځه غاړه په دې وروستیو کې د غیرقانوني میشتو د بریدونو له زیاتوالي سره مخ شوې ده. په دغو بریدونو کې د فلسطیني کلیو پر شتمنیو د اور اچولو او پر اوسیدونکو د بریدونو پېښې شاملې دي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د ناقانونه میشتځایونو او غیرقانوني میشتو د پوستو ترڅنګ موقعیت لري.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۷۵۰ زره اسرائیلي غیرقانوني میشتي په لویدیځه غاړه کې په ۱۴۱ میشت ځایونو او ۲۲۴ میشتیدونکو پوستو کې ژوند کوي، چې له دې ډلې ۲۵۰ زره یې په اشغال شوي ختیځ بیت ‌المقدس کې په ۱۵ میشت ځایونو کې میشت دي. ویل کېږي چې دوی هره ورځ پر فلسطینیانو بریدونه ترسره کوي چې موخه یې د هغوی جبري بې‌ځایه کول دي.

په دغو بریدونو کې د تاسیساتو او کورونو ویجاړول او تخریبول، کرنیزو ځمکو ته اور اچول او د بلدوزرونو په وسیله یې له منځه وړل، او همدارنګه بزګرانو ته خپلو ځمکو ته د لاسرسي مخنیوی هم شامل دي.

د فلسطین د حکومت د استعمار او د دیوال پر وړاندې د مقاومت کمیسیون د معلوماتو له مخې، د مې میاشتې په ترڅ کې اسرائیلي پوځ د فلسطینیانو او د هغوی د شتمنیو پر ضد ۱۱۰۸ بریدونه ترسره کړي، په داسې حال کې چې غیرقانوني میشتو ۵۵۱ بریدونه کړي دي.

د فلسطین د رسمي شمیرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پر غزې د اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې، اسرائیلي پوځ او غیرقانوني میشتو لږ تر لږه ۱٬۱۶۹ فلسطینیان وژلي، ۱۲٬۶۶۶ نور یې ټپیان کړي، شاوخوا ۲۳٬۰۰۰ کسان یې نیولي او ۳۳٬۰۰۰ نور یې په لویدیځه غاړه کې بې‌ ځایه کړي دي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی