په تورکیه کې د امریکا نوی سفیر : ولسمشر ټرمپ له تورکیې سره د ډیرو قوي اړیکو غوښتنه کوي

په تورکیه کې د امریکا نوي ټاکل شوي سفیر وویل چې ، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې د تورکیې او امریکا اړیکې تر ټولو لوړې کچې ته ورسوي.

/ AA

په تورکیه کې ټاکل شوي د امریکا نوي سفیر توماس باراک د دوشنبې په ورځ د انقرې په ایسنبوغا هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل: "زه د ولسمشر ټرمپ له یوه ساده پیغام سره راغلی یم... چې هغه غواړي د تورکیې او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ اتحاد هغه کچې ته لوړ کړي چې باید وي."

توماس باراک د خپلو نیکونو په خاوره کې د شتون په اړه د ویاړ څرګندونه وکړه او زیاته یې کړه چې واشنګټن او انقرې تل "ډیرې پياوړې اړیکې" درلودلي ، او ټینګار یې وکړ چې دا اړیکه باید " فوق العاده " شي.

هغه زیاته کړه: "د ولسمشر هدف دا دی چې د خلکو له لارې، د دواړو لویو ملتونو د مشرتابه له لارې، د سولې او هوساینې لپاره ګړندۍ لارې ومومي چې تورکیه او امریکا ستر کړي او نړۍ ښه کړي."

د امریکا سنا تېره اوونۍ توماس باراک د تورکیې لپاره د سفیر په توګه په ۶۰-۳۶ رایو سره تایید کړ.

د تورکیې ستراتیژیک اهمیت

توماس باراک، چې د ټرمپ اوږدمهاله ملګری او یو مشهور سوداګر دی، په داسې وخت کې په انقره کې دنده پیلوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې په بدلون کې دي.

تېره میاشت د امریکا د  سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د تایید غونډې پر مهال، باراک د تورکیې د ستراتیژیک اهمیت په اړه ټینګار وکړ چې د امریکا لپاره یو مهم متحد دی.

باراک، چې ۷۸ کلن دی، په سویلي کالیفورنیا کې زېږېدلی او لوی شوی دی. هغه د سویلي کالیفورنیا پوهنتون او د سان ډیاګو د حقوقو له پوهنځي  څخه فارغ او سندونه ترلاسه کړي دي.

هغه د ټرمپ سره د نږدې اړیکو سره مشهور دی، د هغه د ۲۰۱۷ د لوړې مراسمو کمیټې مشري يي کړې وه او د ۲۰۱۶ د کمپاین کلیدي سلاکار و.

توماس باراک د سفیر جیف فلیک ځای نیسي، چې له جنورۍ ۲۰۲۲ څخه تر سپټمبر ۲۰۲۴ پورې یې دنده ترسره کړې وه. له هغه وروسته دا څوکۍ تشه پاتې وه.

د دوشنبې په ورځ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې له ټرمپ سره یې ټیلیفوني خبرې "ډېر ګټورې، پراخې او صادقانه" وې.

اردوغان په ایکس کې د خبرو وروسته وویل: "نن، ما د امریکا له  ولسمشر، زما عزیز ملګری ښاغلی ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې چې  ډېرې ګټورې،  هر اړخیزه او صادقانه وې."

هغه زیاته کړه: "زه هیله لرم چې په نږدې راتلونکي کې له خپل ملګري ټرمپ سره وګورم." اردوغان هیله څرګنده کړه چې دا لیدنه  به زموږ د هېوادونو لپاره ښې پایلې ولري.

اردوغان وویل چې دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې، په ځانګړې توګه د دفاعي صنعت او سوداګرۍ په برخو کې د پیاوړتیا لپاره خپل ګډ اراده تایید کړه.

دواړو مشرانو د یو لړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې، چې پکې د تورکیې-امریکا دوه اړخیزې اړیکې، د غزې جګړه، سیمه ییز او نړیوال پرمختګونه شامل وو.