نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا پر ایران تر بریدونو وروسته د لا زیاتو پرمختللو B2 ډوله بم غورځوونکو الوتکو فرمایش ورکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا د سږ کال په پیل کې د ایران پر اټومي تاسیساتو له بریدونو وروسته د "ډیرو نورو" B-2 سپیریټ سټیلټ بم غورځونکو الوتکو فرمایش  ورکړی دی.
امریکا پر ایران تر بریدونو وروسته د لا زیاتو پرمختللو B2 ډوله بم غورځوونکو الوتکو فرمایش ورکړ
امریکا پر ایران تر بریدونو وروسته د لا زیاتو پرمختللو B2 ډوله بم غورځوونکو الوتکو فرمایش ورکړ / AP

امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو تر بریدونو وروسته د لا زیاتو پرمختتللو B2 ډوله بم غورځوونکو الوتکو فرمایش ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، امریکا د B-2 ډوله نورو بم غورځونکو الوتکو فرمایش ځکه ورکړی، چې د ایران د بریدونو پر مهال "باور نه کېدونکې" او "په بشپړه توګه پټ یو ماموریت يي ترسره کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا د سږ کال په پیل کې د ایران پر اټومي تاسیساتو له بریدونو وروسته د "ډیرو نورو" B-2 سپیریټ سټیلټ بم غورځونکو الوتکو فرمایش  ورکړی دی.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د امریکا له پوځي غړو سره په انلاین خبرو کې وویل: "تاسو ولیدل چې د ایران سره، د هغو ښایسته B-2 بم غورځونکو الوتکو په وسیله، دوی په بشپړه توګه د ایران اټومي وړتیا، اټومي زیرمې له منځه یوړې."

هغه زیاته کړه: "موږ همدا اوس لا زیاتو B-2 ډوله  الوتتکو سپارښتنه ورکړې ده. او ددې خبرې لامل  دادی چې دا الوتکې په باور نه کیدونکې توګه بریالۍ او په ډیره پټه توګه يي خپل ماموریت ترسره کړ. دا ډیرې پرمختللې او بریالۍ الوتکې دي.

ټرمپ د جون په میاشت کې د ایران د فردو او نطنز پر اټومي تاسیساتو د امریکا د بریدونو اجازه ورکړه، په داسې حال کې چې اندیښنې موجودې وې چې دا اقدام به په سیمه کې د پراخ کړکیچ لامل شي.

پنټاګون ویلي، چې د "نیمې شپې همر" په نوم په دې عملیاتو کې د B-2 الوتکو څخه ۱۴ درې زره پونډه بنکر بسټر بمونه غورځول شوي دي.

د نورتروپ ګرومن لخوا جوړه شوې B-2 سپیریټ، د امریکا یو له پرمختللو اوږد واټن ویشتونکو پټو الوتکو څخه ده چې د پیچلو هوایي دفاعي سیسټمونو د ننوتلو او په لوړ ارزښت لرونکو اهدافو د دقیقو بریدونو لپاره ډیزاین شوې ده.

تیر اکتوبر کې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا د ۲۸ نویو B-2 پټو بم غورځونکو الوتکو فرمایش ورکړی دی.

ټرمپ دا هم وویل چې امریکا د B-2 "نوې او پرمختللې" نسخه امر کړې ده.

په اضافي پټو پلیټ فارمونو کې د پانګونې پریکړه د دښمنو هوایي دفاعي سیسټمونو، په ځانګړې توګه د چین او روسیې لخوا رامینځته شوي سیسټمونو د وړتیاوو په اړه مخ پر ودې اندیښنې هم په ګوته کوي.

وپلټۍ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کانګرس کنټرول: د تېرو منځمهالو ټاکنو لړۍ د نوامبر په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو ننګونو ته رڼا اچوي
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی