نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
روسیې او اوکراین پر یو بل تور ولګاوه چې د شپې یې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هوايي بریدونه کړي
کییف ادعا کوي چې د روسیې «نووچرکاسکایا» برېښناکوټ یې په نښه کړی، په داسې حال کې چې برېتانیا اعلان کړی چې تر ۲۰۲۶ کال پورې به د خپلو پراخو پوځي مرستو د یوې برخې په توګه د اوکراین لپاره تاکتیکي بالستیک توغندي جوړ کړي.
روسیې او اوکراین پر یو بل تور ولګاوه چې د شپې یې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هوايي بریدونه کړي
روسیې او اوکراین پر یو بل تور ولګاوه چې د شپې یې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هوايي بریدونه کړي / AFP

روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ پر یو بل تور ولګاوه چې د شپې یې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هوايي بریدونه کړي دي.
کییف ادعا کوي چې د روسیې «نووچرکاسکایا» برېښناکوټ یې په نښه کړی، په داسې حال کې چې برېتانیا اعلان کړی چې تر ۲۰۲۶ کال پورې به د خپلو پراخو پوځي مرستو د یوې برخې په توګه د اوکراین لپاره تاکتیکي بالستیک توغندي جوړ کړي.

روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ پر یو بل تور ولګاوه چې د شپې یې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هوايي بریدونه کړي دي.

اوکرایني رسنیو د روسیې د روستوف په سیمه کې د نووچرکاسکایا پر برېښناکوټ د بې پیلوټه الوتکې د یوه بریالي برید راپور ورکړ.

همدارنګه یې پر روسیې تور ولګاوه چې د اوکراین په اوډیسا سیمه کې یې یو بنسټیز هدف په نښه کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت وویل چې د روستوف په سیمه کې یې شپږ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې راغورځولې دي، خو برېښناکوټ ته د اوښتي زیان په اړه یې نه تایید او نه هم رد وکړ.

خو روسي رسنیو بیا تایید کړه چې پر دغه تاسیساتو برید شوی او راپور یې ورکړ چې د یوې راغورځول شوې بې پیلوټه الوتکې د ټوټو د لوېدو له امله د برېښناکوټ په یوه برخه کې اور لګېدلی دی.

د روانې جګړې له امله د ادعاوو خپلواک تایید ستونزمن دی.

په ورته وخت کې، برېتانیا ویلي چې د اوکراین د دفاع د پیاوړتیا لپاره به نوي تاکتیکي بالستیک توغندي جوړ کړي، چې دا به تر ۲۰۲۶ کال پورې له دغه هېواد سره د مرستو د زیاتولو یوه برخه وي.

د دفاع وزارت د یکشنبې په ماښام په یوه اعلامیه کې وویل، د «نایټ فال پروژې» (Project Nightfall) په چوکاټ کې، برېتانیا د اوکراین لپاره له ځمکې څخه د توغول کېدونکو بالستیک توغندیو د چټک جوړولو لپاره یوه سیالي پیل کړې، چې دا توغندي به وکولای شي د ۲۰۰ کیلوګرامه (۴۴۰ پاونډه) جنګي سرګلولې له ۵۰۰ کیلومترو (۳۱۰ مایلونو) څخه ډېر واټن ته ولېږدوي.

د دې نوښت موخه د برېتانیا د دفاعي صنعت پیاوړتیا، د نوښت او ودې ملاتړ، او همدارنګه له روسیې سره د جګړې په ترڅ کې تر ۲۰۲۶ کال پورې له اوکراین سره د مرستو زیاتول دي.

دا پروګرام، چې د هر توغندي اعظمي بیه یې ۸۰۰،۰۰۰ پاونډه (۱ میلیون ډالره) ده، موخه یې دا ده چې اوکراین ته د "لږو بهرنیو صادراتي کنټرولونو په درلودلو سره د اوږد واټن ویشتلو یو پیاوړی او ارزانه انتخاب" برابر کړي.

 

وپلټۍ
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
د خبرو اترو لسیزه: د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم ۲۰۲۶ په استانبول کې پیل شو
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني
د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې په تړاو پر تړونونو د عمل کولو یادونه وکړه
د فلسطین چارواکي وايي، د اسرائیلو بریدونو په غزه کې تر ۶۸ میلیون ټنو پورې ملبه پریښې ده
فیدان: د مکې اتحاد د هغو سیمه‌ییزو هېوادونو پر مخ پرانیستی دی چې د سولې ګډ لید لوری لري.