د باسفورس  د فلمونو ۱۳م فستیوال په استانبول کې د فلسطین په رڼا کې پیل شو
کلتور
4 د لوستلو موده (...) دقیقې
د باسفورس  د فلمونو ۱۳م فستیوال په استانبول کې د فلسطین په رڼا کې پیل شود تورکیې یو له خورا مهمو کلتوري پیښو څخه  د فاسفورس فلمونو فیستیوال د "فلسطین ۳۶" فلم په نندارې سره پیل شو، چې د برتانیوي استعماري واکمنۍ پر ضد د ۱۹۳۶-۳۹ عرب پاڅون په اړه یوه پراخه تاریخي ډرامه ده.
د باسفورس  د فلمونو ۱۳م فستیوال په استانبول کې د فلسطین په رڼا کې پیل شو / TRT World
11 نومبر 2025

د باسفورس  د فلمونو ۱۳م فستیوال په استانبول کې د فلسطین په رڼا کې پیل شو

د تورکیې یو له خورا مهمو کلتوري پیښو څخه  د فاسفورس فلمونو فیستیوال د "فلسطین ۳۶" فلم په نندارې سره پیل شو، چې د برتانیوي استعماري واکمنۍ پر ضد د ۱۹۳۶-۳۹ عرب پاڅون په اړه یوه پراخه تاریخي ډرامه ده.

د باسفورس  د فلمونو ۱۳م فستیوال (BFF) د استانبول په تاریخي اطلس ۱۹۴۸ سینما کې په داسې مراسمو کې پرانیستل شو چې د سینما د لمانځلو پر ځای د مقاومت یو عمل ښکارېده. دا اوه ورځنی فستیوال چې د باسفورس د کلتور او هنر بنسټ لخوا تنظیم شوی، د ملي او نړیوالو مستندو فلمونو، فیچر او لنډو فلمونو په نندارې سره د تورکیې یو له مهمو کلتوري پیښو څخه ګرځیدلی دی. سږکال د فستیوال پام په ځانګړې توګه په غزه کې د اسرائیلو نسل وژنې ته دی، چې له امله یې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې تر ۶۸،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د جمعې په ماښام په پرانیستونکو مراسمو کې، د تورکیې د کلتور او ګرځندوی مرستیال وزیر، باتوخان مومچو، په غزه کې د اسرائیلو دوه کلنه نسل وژنه وغندله او د فلسطین د قضیې لپاره یې د ولسمشر اردوغان اوږدمهاله ملاتړ ته اشاره وکړه. هغه وویل: "موږ یو داسې ملت یو چې د فلسطینیانو لپاره غږ پورته کوي. کله چې موږ د 'فلسطین' کلمه اورو، غلي نه پاتې کېږو."

فلسطیني فلم جوړونکي انیماري جاسر، چې وروستی تولید یې "فلسطین ۳۶" نندارې ته وړاندې شو، کله چې یې د فلسطین او تورکیې ترمنځ د ګډ تاریخ په اړه خبرې وکړې، د ګډونوالو لخوا یې تود هرکلی وشو. هغې وویل: "موږ دا فلم د خپل تاریخ په ترټولو تورو شیبو کې جوړ کړی دی،" او زیاته یې کړه چې "موږ دا په ډېر درد او غوسې سره جوړ کړ، خو تر ټولو ډېر مو په مینه جوړ کړ."

ایرلنډي اداکار لیام کنینګهم، چې د "ګیم اف ترونز" په سریال کې د خپل رول له امله مشهور دی، د فلسطین او ایرلنډ ترمنځ ورته والی بیان کړ. هغه وویل: "د ایرلنډ کیسه د فلسطیني خلکو لپاره تکراریږي." هغه زیاته کړه: "هغه برتانویان چې پر فلسطینیانو ظلم کوي، هماغه خلک دي چې پر ایرلنډیانو یې هم ظلم کړی. هغوی له ایرلنډ څخه ووتل او فلسطین ته ولېږدول شول ترڅو هماغه کار وکړي."

غزې موږ ته ساه راکړه

د فلم یوې برتانوي تولیدوونکې، کیټ ویلیرز، په ډېر افسوس سره وویل: "زه برتانوۍ یم... زما په کورنۍ باندې د سلګونو کلونو لپاره د استعمار وینه ده." هغې استدلال وکړ چې که هغه کسان چې په استعماري پروژه کې شریک دي دا کیسې ونه وايي، نو هیڅوک به یې ونه وايي.

د "فلسطین ۳۶" یو بل تولیدوونکي، اسامه باواردي، وویل چې څنګه په غزه کې جګړې د فلم تولید نږدې له خنډ سره مخ کړی و. خو د بمباریو سره سره، "غزې موږ ته د دوام ځواک راکړ،" باواردي وویل. "غزې موږ ته ساه راکړه. موږ باید دا فلم جوړ کړی وای... موږ نشو درېدلی."

فلسطیني اداکار صالح بکري، چې په "فلسطین ۳۶" کې د یوه یاغي رول لوبوي، د ماښام تر ټولو اغېزناکه جمله وویله: "زه غواړم مبارزه ،" هغه وویل. "تر ټولو طبیعي کار چې ته یې د ظلم لاندې کوې، هغه د هغې پر وړاندې مبارزه ده. ځکه که ته هلته  مبارزه ونه کړې، نو ناروغ کېږې او په ناروغۍ مرې."

د "فلسطین ۳۶" ننداره

د پرانیستونکو مراسمو وروسته، د "فلسطین ۳۶" فلم نندارې ته وړاندې شو، چې د برتانوي استعماري واکمنۍ پر ضد د ۱۹۳۶-۳۹ عرب پاڅون په اړه یوه پراخه تاریخي ډرامه ده. دا فلم، چې نړیوال مشهور اداکاران لکه جیرمي ایرونز، لیام کنینګهم او هیام عباس د یوې لویې فلسطیني کاسټ ترڅنګ پکې رول لوبوي، د یوسف په نوم د یوه ځوان کلیوال کیسه کوي چې عادي ژوند یې د برتانوي ځواکونو په ملاتړ د صهیونیسټي میشت ځایونو په راتګ سره ګډوډ کیږي.

دا فلم د ۲۰۲۶ کال د ۹۸م اکاډمۍ جایزو لپاره د 'غوره نړیوال فیچر فلم' په کټګورۍ کې د فلسطین رسمي نوماند دی.

وپلټۍ
د آلمان محکمې یوه مسلمانه ښځه د حجاب او پړوني له امله د قاضۍ له دندې منع کړه
کابل وايي، د ایران سرحدي ساتونکو ۱۰ افغانان چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي وژلي دي.
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو
روسیې د اوکراین د کلیدي ښار پوکروفک د نیولو ادعا کړې
افریقایي هېوادونو د HIV مخنیوي  واکسین لومړی عامه وېش پیل کړ
بلجیم د اسرائیلو لخوا د سوریې پر خاوره  د بریدونو له امله  د سوریې ملي حاکمیت ته درناوي غوښتنه وکړه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه ځانمرګي برید کې یو پولیس افسر ووژل شو
تاجکستان وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان سره په پوله کې په  بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي
په اندونیزیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې مړو شمیره ۴۴۲ تنو ته لوړه شوه
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په امریکا کې به د پناه غوښتنې بهیر د اوږدې مودې لپاره وځنډوي.
د انګلستان د پوځ یوه پخواني افسر پلټنو ته ویلي چې د بریتانیا پوځ په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي