افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
افغان پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، پاکستان اړوند پوځي مرکزونو د په نښه کولو ادعاء کړې ده.
د افغانستان رسنیو  د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې افغان پوځ د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځي پوستو بریدونه کړي دي.
افغان پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، پاکستان اړوند پوځي مرکزونو د په نښه کولو ادعاء کړې ده.
افغان پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، پاکستان اړوند پوځي مرکزونو د په نښه کولو ادعاء کړې ده. / AP

په خبر کې دا ادعا هم شوې چې د پاکستان له لوري توغول شوې د توپ یوه مرمۍ د ډنډ پټان ولسوالۍ په "کوټ" سیمه کې پر یوه کور لګېدلې چې له امله یې یو تن ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې
پاکستان د فبرورۍ په ۲۲مه، په دغه هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له خوا د وروستیو بمي بریدونو په ځواب کې، د افغانستان په سرحدي سیمه کې ۷ نقطې چې "د ترهګرو کمپونه" یې بللي وو، په نښه کړې. پاکستان پدې بریدونو کې د ګڼشمیر وسله والو د وژلو ادعاء وکړه چې د افغان حکومت لخوا په کلکه رد شوه او وویل چې پدې بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او وژل شوي دي.

په کابل کې د ملګروملتونو سازمان دفتر هم وویل چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې وژل شوي ملکي وګړي دي.

افغان حکومت بیا د فبرورۍ په ۲۶مه، د غچ اخیستنې په خاطر د سرحدي کرښې په اوږدو کې د پاکستان  پر پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل. پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون کې پر کابل او سرحدي سیمو کې د ځینو هدفونو په نښه کول پیل کړل.

پاکستان اعلان وکړ چې په دغو عملیاتو کې د افغانستان لوري ته ۵۸۳ کسان وژل شوي او تر ۷۹۵ ډېر ټپیان دي، خو افغان حکومت بیا وویل چې د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۰ کسان وژل شوي او ۱۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د دغو نښتو له امله په افغانستان کې شاوخوا ۶۶ زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

پاکستان او افغانستان د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې هم ورته کړکېچ تجربه کړی و؛ دواړه لوري د ۲۰۲۵ کال په نوامبر کې په استانبول کې سره کېناستل ترڅو د اوربند پر جزییاتو خبرې وکړي، خو دا مذاکرات بې پایلې پاتې شول او وځنډول شول.

اسلام اباد ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان  په افغانستان کې مېشت دی او خپل بریدونه له هغه ځایه تنظیموي، خو افغان حکومت دا ادعاوې ردوي او وايي چې پاکستان ددې ډول ناسمو ادعاګانو سره غواړي خپل ضعف او ناتواني پټه کړي.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله