تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان د اسلامي هیوادونو نه د خپل منځیو اړیکو د پیاوړي کولو غوښتنه وکړه
اردوغان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي ادغام پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
اردوغان د اسلامي هیوادونو نه د خپل منځیو اړیکو د پیاوړي کولو غوښتنه وکړه
اردوغان د اسلامي هیوادونو نه د خپل منځیو اړیکو د پیاوړي کولو غوښتنه وکړه / AA
12 فبروري 2026

ولسمشر اردوغان وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له غړو هېوادونو سره د اړیکو پراخول به په نړیواله کچه سوداګري او ټولنیزې اړیکې زیاتې کړي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې ترانسپورتي ادغام پیاوړی کړي. هغه وویل چې د اسلامي نړۍ د اقتصادي ظرفیت د لوړولو لپاره اغېزمنې او د باور وړ شبکې بنسټیزه اړتیا ده.

د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د ترانسپورت وزیرانو غونډې ته په یوه ویډیويي پیغام کې اردوغان وویل، چې اسلامي هېوادونه له اسیا څخه تر افریقا، اروپا او منځني ختیځ پورې په پراخه جغرافیه کې پراته دي، چې طبیعي دهلیزونه، متحرک ځوان نفوس او په چټکۍ سره وده کونکي بازارونه لري.

هغه زیاته کړه: «خو د دې لوی ظرفیت د بشپړ درک کولو او په ستراتیژیک ځواک باندې د جغرافیایي ګټو د بدلولو لپاره، موږ اغېزمنو، د باور وړ او مدغم ترانسپورتي شبکو ته اړتیا لرو.»

د زیربناوو رول او د تورکیې لاسته راوړنې

ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې د لویو لارو، ریل پټلۍ، بندرونو او هوايي ډګرونو ترمنځ پیاوړې اړیکې به نه یوازې سوداګري، بلکې د غړو هېوادونو ترمنځ ټولنیز او کلتوري تعامل هم زیات کړي.

هغه د تورکیې وروستیو سترو زیربنايي پروژو ته په اشارې سره (لکه د مارمارای ریل تونل، یوریشیا تونل او لوی پلونه) وویل چې هېواد یې نړیوالې سوداګریزې لارې پیاوړې کړې او خپل ریل، سمندري او هوايي ظرفیت یې پراخ کړی دی.

د لارې نقشه او د "منځني دهلیز" پروژه

ولسمشر اردوغان وویل چې د "ترانس کاسپین ختیځ-لویدیځ منځني دهلیز" پروژې څخه د تورکیې ملاتړ، تاریخي د ورېښمو لاره په یو عصري لید سره بیا را ژوندۍ کړې ده.

هغه وویل: «موږ دا پانګونې یوازې په ملي چوکاټ کې نه ارزوو. زموږ موخه د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره د ادغام پیاوړتیا، د پولو پورې غاړې دهلیزونو رامینځته کول او د ګډو پروژو له لارې د ارزښت زیاتول دي.»

د غونډې مهمې پرېکړې:

د غړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د لارې نقشه جوړول.

په نړیوالو پلیټ فارمونو کې د پیوستون زیاتول.

د تورکیې د دورې په مشرۍ کې د "ترانسپورتي نښلولو ستراتیژیک سند" چمتو کول.

ولسمشر په پای کې زیاته کړه چې د دې پرېکړو د پلي کولو لپاره د تخنیکي غونډو دوام او د څارنې دقیق میکانیزمونه خورا مهم دي.

 

وپلټۍ
اردوغان د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش ته د اتاترک نړیواله د سولې جایزه ورکړه
امریکا منلې چې پوځ یې په هرمز تنګي کې د تیلو ټانکر کښتیو سره د ملتیا لپاره چمتو نه دی
ایف‌بي‌اي ویلي دي چې په میشیګان کې پر کنیسه برید یو «هدفي برید» و
پاکستان پر پلازمینه کابل او د افغانستان پر سرحدي ولایتونو نوي هوايي بریدونه کړي دي
د ایران د جګړې د کړکېچ په ترڅ کې د عراق په لوېدیځ کې د امریکا نظامي الوتکې سقوط وکړ.
د عراق په لویدیځ کې د ایران پورې تړلو ملیشو په مرکزي دفترونو په هوایي بریدونو کې  ۳۰ کسان وژل شوي
چین له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې په هرمز تنګي کې په کښتیو 'سمدلاسه' بریدونه ودروي
د تورکیې ملي سرود ۱۰۵ کلن شو
افغانستان له پاکستان سره په تازه نښتو کې د ۴ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ د مړو شمېر ۹۵ ته لوړه شو
تورکیې او نورو اسلامي هېوادونو په الاقصی کې د رمضان پر مهال د اسرائيلو محدودیتونه وغندل.
ایران د نجونو پر ښوونځي برید 'نه بخښونکی جنګي جرم' وباله او د حساب ورکولو غوښتنه یې وکړه
د عراق په اوبو کې د تېلو پر دوو بهرنیو ټانکرونو برید؛ یو کس ژوند د لاسه ورکړ
روسیې په برینسک کې له برید وروسته اوکراین او برتانیا په 'ترهګریز برید' تورن کړل
د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه تل د سولې پلوي ده او د سولې پلوي به وي.
د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ لومړنی قتل عام