نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د اوکراین د انرژۍ پخوانی وزیر چې د فساد په قضیه کې ښکېل و، له هېواده د تېښتې پر مهال ونیول شو
د اوکراین د فساد ضد ادارې (NABU) ویلي، چې د دغه هېواد د فساد ضد څارنوالانو د انرژۍ یو پخوانی وزیر د یوې پراخې څېړنې په ترڅ کې نیولی دی. دې څېړنې تېر نوامبر میاشت کې د لوړې کچې فساد له امله سیاسي بحران رامنځته کړی و.
د اوکراین د انرژۍ پخوانی وزیر چې د فساد په قضیه کې ښکېل و، له هېواده د تېښتې پر مهال ونیول شو
د اوکراین د انرژۍ پخوانی وزیر چې د فساد په قضیه کې ښکېل و، له هېواده د تېښتې پر مهال ونیول شو / Reuters

د "میداس" قضیه د اټومي انرژۍ په دولتي اداره کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو د ناقانونه پیسو د ترلاسه کولو ادعا پورې اړه لري چې لوړپوړي چارواکي او د ولسمشر زیلینسکي یو پخوانی همکار په کې ښکېل دي.

د اوکراین د فساد ضد ادارې (NABU) ویلي، چې د دغه هېواد د فساد ضد څارنوالانو د انرژۍ یو پخوانی وزیر د یوې پراخې څېړنې په ترڅ کې نیولی دی. دې څېړنې تېر نوامبر میاشت کې د لوړې کچې فساد له امله سیاسي بحران رامنځته کړی و.

د "میداس" په نوم دا قضیه د اټومي انرژۍ په دولتي اداره کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو د رشوت په یوه ادعا شوي پلان متمرکزه ده چې یو شمېر لوړپوړي چارواکي او سوداګر په کې ښکېل دي، په شمول د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو پخوانی همکار.

د یکشنبې په ورځ د فساد ضد ملي ادارې په یوه اعلامیه کې وویل: "نن د یادې ادارې څارنوالانو د انرژۍ پخوانی وزیر د 'میداس' قضیې په چوکاټ کې له دولتي پولې څخه د اوښتلو پر مهال نیولی دی."

اعلامیه زیاتوي: "لومړنۍ څېړنې روانې دي، چې د قانون د غوښتنو سره سم ترسره کیږي." ادارې ویلي چې نور جزئیات به وروسته خپاره شي، خو د نیول شوي کس نوم یې نه دی په ډاګه کړی. که څه هم په رسمي توګه یې نوم نه دی اخیستل شوی، اوکرایني رسنیو په پراخه کچه نیول شوی کس د هیرمن هالوچینکو په توګه پېژندلی دی.

د اوکراین د انرژۍ دوو پخوانیو وزیرانو د دې رسوایۍ له امله استعفا کړې وه، چې له امله یې د زلنسکي د دفتر رئیس هم خپله دنده له لاسه ورکړه. دې دوو وزیرانو او د دفتر رئیس ټولو د ځان پر وړاندې لګول شوي تورونه رد کړي دي.

له فساد سره مبارزه د اوکراین د اصلاحاتو په هڅو کې یو مهم لومړیتوب دی، ځکه چې دا هېواد اروپايي ټولنې ته د غړیتوب په لټه کې دی، کوم چې له اوکراین څخه د لسیزو پخواني فساد د له منځه وړلو غوښتنه کوي.

چارواکو په دې وروستیو اوونیو کې د پارلمان غړي، پخوانۍ لومړۍ وزیره یولیا تیموشینکو او یو پخوانی د ولسمشر سلاکار د بېلابېلو تورونو له امله په نښه کړي دي.

وپلټۍ
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
پنټاګون:ایران پر خلاف د علمیاتو لګښت له ۳۳ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی او د مهماتو کمښت يي رامنځته کړی
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱ کس مړ او ۲۵ نور لا درکه شوي دي.
روسیه: د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې مو د اوسپنې پټلۍ پر زېربناوو بریدونو کړي دي.
ټرمپ له ۲۵ کلونو وروسته د سېپټمبر ۱۱مې پیښه د ایران  له جګړې سره وتړله
پوټین د اوکراین خاوره کې د اروپايي پوځیانو احتمالي ځای پر ځای کول «له روسیې سره جګړه» وبلله.
په بلغاریا کې د وسلو پر ډیپو دویمه چاودنه وشوه. د شک ګوته روسیې ته نیول شوې.
یوناني رسنۍ: د تورکیې ستر ځواک له پامه غورځولی نشو.
امریکا متحده ایالتونو پر حوثیانو د مخامخو بریدونو په اړه د سعودي عربستان غوښتنه رد کړه.