تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
متحده عربي اماراتو او د اسلامي همکاریو سازمان له ایران څخه په تورکیې د بالستیک توغندي برید وغنده
متحده عربي اماراتو او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) پر تورکیې باندې د ایران د بالستیک توغندي د توغولو هڅه په کلکه وغندله. هغوی دا یو جدي کړکېچ او د دولت د حاکمیت سرغړونه وبلله.
متحده عربي اماراتو او د اسلامي همکاریو سازمان له ایران څخه په تورکیې د بالستیک توغندي برید وغنده
متحده عربي اماراتو او د اسلامي همکاریو سازمان له ایران څخه په تورکیې د بالستیک توغندي برید وغنده / AA
5 مارچ 2026

د تورکیې د ملي دفاع وزارت په وینا، دغه توغندی وروسته له هغه وپېژندل شو چې د عراق او سوریې له هوايي حریم څخه تېر شو او د متحدینو د دفاعي سیسټمونو له خوا په بریالیتوب سره له منځه یووړل شو.

متحده عربي اماراتو او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) پر تورکیې باندې د ایران د بالستیک توغندي د توغولو هڅه په کلکه وغندله. هغوی دا یو جدي کړکېچ او د دولت د حاکمیت سرغړونه وبلله. دا غبرګون وروسته له هغه څرګند شو چې دغه توغندی د ناټو د هوايي او ميزایلي دفاعي سیسټمونو له خوا شنډ کړای شو.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، دوی دغه ډول دښمنانه اعمال یو "جدي کړکېچ، د هېواد د حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه او د سیمې امنیت او ثبات ته مستقیم ګواښ" بولي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: "نورو هېوادونو ته د بریدونو غځول د ټولو قانوني او سیاسي نورمونو خلاف او د نه منلو وړ عمل دی، او دا یو جدي کړکېچ دی چې د وضعیت د کابو کولو هڅې له منځه وړي او سیمه ییزې ترینګلتیاوې زیاتوي."

په ورته وخت کې، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له تورکیې سره خپل بشپړ پیوستون اعلان کړ او د دغه هېواد د حاکمیت، امنیت او ثبات په دفاع کې یې د خپل ثابت ملاتړ ډاډ ورکړ. د دغه سازمان عمومي دارالانشا د هر هغه اقدام د سمدستي درېدو غوښتنه وکړه چې کولی شي ترینګلتیاوې زیاتې کړي او سیمه بې ثباته کړي.

دې سازمان ټینګار وکړ چې د غړو هېوادونو ګواښل او د هغوی امنیت زیانمنول د نړیوالو اړیکو له اصولو سره په ټکر کې دي، کوم چې د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام پر بنسټ ولاړ دي.

د تورکیې د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دغه توغندی وروسته له هغه وپېژندل شو چې د عراق او سوریې له فضا څخه تېر شو او د متحدینو د دفاعي سیسټمونو له خوا پرې برید وشو. د توغندي پاتې شونې د تورکیې په سویل کې د هاتای ولایت په "دورت یول" ولسوالۍ کې لوېدلي، چې له نېکه مرغه چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په دیپلوماتیک غبرګون کې، تورکیې په انقره کې د ایران سفیر محمد حسن حبیب الله زاده د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ. په دې لیدنه کې، انقرې د دې پېښې په اړه خپل کلک احتجاج او ژوره اندېښنه څرګنده کړه. چارواکو ټینګار وکړ چې د هر هغه ګام څخه باید په هر قیمت ډډه وشي چې د شخړو د پراخېدو او د سیمې د لا زیاتې بې ثباتۍ لامل کېږي.

 

وپلټۍ
حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځه د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.
د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر: ناټو د امریکا د ګټو لپاره حیاتي ده، تورکیه کلیدي رول لوبوي
د جنوبي کوریا ولسمشر د اسرائیلي پوځیانو ظلم او څیره ټولې نړۍ ته ښکاره کړه
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد
اردوغان: د فلسطيني زندانیانو لپاره د اسرائيل د اعدام سزا د هټلر له تګلارو سره ورته ده
هرات کې پر یوه تفریحي ځای برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي
د ګرینلینډ لومړي وزیر د ټرمپ څرګندونې رد کړې
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه جوړ شوي درې فلمونه د کن په فیستیوال کې سیالي کوي
اسرائیلو د غزې په بریدونو کې د دریم ټولګي زده کونکي په ګډون پنځه فلسطینیان ووژل شول
روسیې له اوکراین سره د ارتودوکس ایسټر جشن اوربند اعلان کړ
ټرمپ: ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد ته په اجازه ورکولو کې 'خورا کمزوری' عمل کوي
د پاکستان دفاع وزیر په لبنان کې د ۳۰۰ کسانو له وژل کېدو وروسته اسرائیل 'سرطاني غده' بللی دی