نوښتګري
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې او اسپانیا د دفاعي صنایعو ترمنځ په پاریس کې د ستراتیژیکې همکارۍ تړونونه لاسلیک شول
د تورکیې د "اوستیم" دفاعي او هوايي چلند کلستر (OSSA) د چهارشنبې په ورځ وویل چې د تورکیې او اسپانیا د دفاعي صنایعو استازو په پاریس کې د "ایوروساتوري" (Eurosatory) دفاعي نندارتون په ترڅ کې د ستراتیژیکې همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.
د تورکیې او اسپانیا د دفاعي صنایعو ترمنځ په پاریس کې د ستراتیژیکې همکارۍ تړونونه لاسلیک شول
د تورکیې او اسپانیا د دفاعي صنایعو ترمنځ په پاریس کې د ستراتیژیکې همکارۍ تړونونه لاسلیک شول

د دغو تړونونو موخه په تورکیه او اسپانیا کې د کوچنیو او منځنیو دفاعي تصدیو، اصلي قراردادیانو او د اکمالاتي ځنځیرونو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول دي.
د تورکیې د "اوستیم" دفاعي او هوايي چلند کلستر (OSSA) د چهارشنبې په ورځ وویل چې د تورکیې او اسپانیا د دفاعي صنایعو استازو په پاریس کې د "ایوروساتوري" (Eurosatory) دفاعي نندارتون په ترڅ کې د ستراتیژیکې همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.

د خبرپاڼې له مخې، د لاسلیک مراسم د تورکیې د دفاعي صنایعو د سکرتریت په غرفه کې ترسره شول، چې د یاد سکرتریت مرستیال ګوخان اوچار د ناظر په توګه او د سکټور نورو استازو پکې ګډون کړی و.

تمه کیږي چې دا تړونونه به په انقره او والنسیا کې د دفاعي او فضايي صنعت د راتلونکو پیښو لپاره اساس وګرځي.

لومړی پروتوکول د نندارتونونو او سکټوري پیښو لپاره د دواړو هیوادونو د تجربو د یوځای کولو په هدف د نندارتونونو د مدیرانو ترمنځ لاسلیک شو. دویم د تفاهم لیک  د تورکیې او اسپانیا د دفاعي ایکوسیستمونو ترمنځ د سیمه ییزې او سکټوري همکارۍ د پیاوړتیا لپاره لاسلیک شو.

د دې تړون هدف د دواړو هیوادونو د کوچنیو او منځنیو شرکتونو  او اصلي قراردادیانو ترمنځ ادغام ګړندی کول دي، او ورسره په اکمالاتي ځنځیرونو، د ټیکنالوژۍ لیږد او د ګډ تولید په وړتیاوو کې له همکارۍ څخه ملاتړ کول دي.

د دفاعي او هوايي چلند کلستر مشر، ابراهیم یارسان وویل چې دا معامله نړیوالو بازارونو ته د پراختیا لپاره یوه مهمه ستراتیژي ده. هغه زیاته کړه: "موږ هدف لرو چې د خپلو کوچنیو او منځنیو شرکتونو د تولید لوړ وړتیاوې په ډیر متحرک ډول د هسپانوي اصلي قراردادیانو او نړیوال اکمالاتي ځنځیر سره یوځای کړو."

نوموړي وویل چې د دغه سکرتریت تر چتر لاندې دا لاسلیک به نه یوازې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې رامنځته کړي، بلکې د ټیکنالوژۍ او ګډ تولید لپاره به یو اوږدمهاله پل هم وي.

یارسان وویل چې د دې همکارۍ لومړۍ عملي نښه به د اکتوبر له ۱۴مې تر ۱۶مې په انقره کې د "تورکیې د دفاعي او هوايي چلند د صنعتي همکارۍ ورځو" (IDA Türkiye) په نندارتون کې ولیدل شي. وروسته به دا همکاري د ۲۰۲۷ کال په سپټمبر کې په والنسیا کې د ورته یوې بلې نړیوالې غونډې له لارې دوام ومومي.

دا پروتوکولونه د دواړو هیوادونو د هغو هڅو ملاتړ کوي چې غواړي په نړیوال بازار کې د خپل دفاعي او فضايي صنعت برخه زیاته کړي او د ګډ تولید او ټیکنالوژۍ د همکارۍ ظرفیت لوړ کړي.

 

وپلټۍ
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
ایران وايي د بندر عباس پر سر یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) نسکوره کړې ده
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی
ایران وايي د امریکا بریدونو میاشتنۍ ډیپلوماټیکې هڅې له منځه وړي دي
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له امله د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ په جدي توګه کم شوی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي