د چین پوځ د سه شنبې په ورځ امریکا ته د هغو امریکایی پیلوټانو پاتې شوني وسپارل، چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپاني ځواکونو پر وړاندې د چین په مبارزه کې د ملاتړ پر مهال وژل شوي وو.
د چینایي دولتي خپرندوی CGTN د راپور له مخې، د سپارلو دا مراسم د سویلي سیچوان ولایت په مرکز چینګدو کې ترسره شول.
د چین د دفاع وزارت په وینا، یاد پاتې شوني د هند او چین ترمنځ د یوې تاریخي هوایی لارې «همپ» په اوږدو کې له پراته سیمو څخه موندل شوي دي.
بیجینګ وویل چې د ورک شویو امریکایی پوځیانو د پاتې شونیو د موندلو په برخه کې یې د بشردوستانه هڅو لپاره د کلونو راهیسې له واشنګټن سره کار کړی دی.
دې وزارت د دغو پاتې شونیو د موندلو په برخه کې د لا همکارۍ دوام ته خپله لیوالتیا څرګنده کړه او دا هڅې یې د جاپان پر وړاندې په جګړه کې د دواړو هیوادونو د ګډ تاریخ نښه وبلله.
د همپ لاره د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د یو مهم اکمالاتي دهلیز په توګه کار کوله، چې وروسته له هغه چې جاپاني ځواکونو د ځمکې پر سر لارې خنډ کړې، له برتانوي هند څخه یې د همالیا پر سر چین ته نظامي توکي لېږدول.
امریکایی ترانسپورتي الوتکو د غرنیو سیمو او ناڅرګندو هوايي شرایطو پر سر خطرناک ماموریتونه ترسره کړل، چې درانه زیانونه یې هم ولیدل.
دې هوايي لېږد رېږد د ۱۹۴۲ څخه تر ۱۹۴۵ پورې د جاپان پر وړاندې د مقاومت کوونکو چینایی ځواکونو لپاره یو مهم اکمالاتي کرښه برابره کړې وه.






















