نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا او هند د نوي ستراتیژیک چوکاټ لاندې لس کلن دفاعي تړون لاسلیک کړ
د امریکا او هندوستان ترمنځ د ۱۰ کلن دفاعي چوکاټ تړون لاسلیک شو، چې موخه یې د پوځي همکارۍ ژورول او د هند-آرام سمندر سيمې په کچه امنيت ټینګول دي.
امریکا او هند د نوي ستراتیژیک چوکاټ لاندې لس کلن دفاعي تړون لاسلیک کړ
امریکا او هند د نوي ستراتیژیک چوکاټ لاندې لس کلن دفاعي تړون لاسلیک کړ / Twitter

امریکا او هند د نوي ستراتیژیک چوکاټ لاندې لس کلن دفاعي تړون لاسلیک کړ

دواړه هېوادونه د اوږدمهاله دفاعي چوکاټ په اړه موافق دي چې په سیمه يیزه سوله، پوځي همکارۍ او ګډو امنیتي ژمنو تمرکز کوي.

د امریکا او هندوستان ترمنځ د ۱۰ کلن دفاعي چوکاټ تړون لاسلیک شو، چې موخه یې د پوځي همکارۍ ژورول او د هند-آرام سمندر سيمې په کچه امنيت ټینګول دي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسیت او د هندوستان د دفاع وزیر راجنت سینګ د جمعې په ورځ په مالیزیا کې د کوالالمپور په ګډې خبري غونډه کې دغه تړون اعلان کړ.

دغه تړون د واشنګټن د هند-آرام سمندر په اوږدمهاله ژمنتيا کې رامنځته شوی، په داسې حال کې چې د چين پوځي پراختیا او سيمه ‌ییز نفوذ د زیاتېدونکو شخړو سبب ګرځي.

هګسیت دغه تړون “له اميدونو ډک” وباله او ویې ویل چې دا به د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ همغږي نوره هم پياوړې کړي.

هغه زياته کړه: «دا زموږ د دواړو پوځونو لپاره يو مهم ګام دی. د ژورې او بډایه همکارۍ لپاره يوه نقشه ده.» هګسیت ټينګار وکړ چې دا تړون د يو خوندي او بډایه هند-آرام سمندر لپاره ګډه ژمنتيا څرګندوي.

هغه همدارنګه روښانه کړه چې د واشنګټن او نوي ډيلي ترمنځ شراکت د “متقابل باور او ګډو ګټو” پر بنسټ جوړ شوی دی.

د امریکا د دفاع وزیر وويل چې وروستی دفاعي تړون “د امریکا اوږدمهاله ژمنتيا د ګډ امنيت او هندوستان سره د ګډ لیدلوري څرګندونه کوي.”

'نوی فصل'

د دفاع وزیر راجنت سینګ د تړون هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکې همغږۍ د زیاتېدو او په سیمه کې د سولې او امنيت د ساتلو پر ژمنتیا یې ټينګار وکړ.

سینګ وویل: «موږ درې ځلې ټلیفوني خبرې کړي دي. زه خوشحاله یم چې په شخصي ډول تاسو سره ګورم… په دې مناسبت، زه احساس کوم چې نن د دفاعي چوکاټ د لاسلیک سره يوه نوې څپرکې پېل کېږي… زه باوري یم چې ستاسو تر مشرۍ لاندې د هند-امریکا اړیکې لا پسې پياوړې شي.»

د هند او امریکا ترمنځ دفاعي تړون د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د واشنګټن ډي سي سفر په ترڅ کې او په سپينه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د هغه په کتنه کې موافقه وشوه.

دواړو مشرانو د فبرورۍ په منځ کې ګامونه پورته کړل ترڅو د اقتصادي او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپلې ژمنتیاوې څرګندې کړي. خو په اوکراین کې جګړه او د نوي ډيلي لخوا د روسي تېلو او دفاعي وسایلو اخیستل د نوي ډيلي او واشنګټن اړیکې لږې ترینګلې کړې دي.

تمه ده چې دغه چوکاټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي توکو او خدمتونو د پېرلو اسانتیاوې رامنځته کړي، د تدارکاتو موثریت لوړ کړي او د امریکایي او هندي ځواکونو ترمنځ د ګډ فعالیت وړتیاوې نوره هم ښه کړي.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"