د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
امریکا د غزې د اوربند تړون د څارنې په موخه  اسرائیل ته ۲۰۰ سرتېري استوي
امریکايي چارواکي وايي، دا سرتېري به یو ګډ کنټرول مرکز جوړ کړي او نور امنیتي ځواکونه به چې په غزه کې به کار کوي، سره مدغم کړي ترڅو له اسرائیلي ځواکونو سره د نښتو د مخنیوي لپاره همغږي رامنځته شي.
امریکا د غزې د اوربند تړون د څارنې په موخه  اسرائیل ته ۲۰۰ سرتېري استوي
امریکا د غزې د اوربند تړون د څارنې په موخه  اسرائیل ته ۲۰۰ سرتېري استوي / AP

امریکا د غزې د اوربند تړون د څارنې په موخه  اسرائیل ته ۲۰۰ سرتېري استوي
امریکايي چارواکي وايي، دا سرتېري به یو ګډ کنټرول مرکز جوړ کړي او نور امنیتي ځواکونه به چې په غزه کې به کار کوي، سره مدغم کړي ترڅو له اسرائیلي ځواکونو سره د نښتو د مخنیوي لپاره همغږي رامنځته شي.

امریکا  به د غزې د ثبات لپاره د یوه ګډ کاري ځواک د برخې په توګه ۲۰۰ سرتېري په سیمه کې ځای په ځای کړي ، خو هیڅ امریکايي سرتیری به په فلسطیني سیمه کې میشت نشي. دا خبره دوو لوړپوړو امریکايي چارواکو کړې ده.

دغو چارواکو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دا ۲۰۰ سرتېري به د یوه داسې ځانګړي ځواک اصلي برخه وي چې د مصر، قطر، تورکیې او احتمالا د متحده عربي اماراتو پوځي استازي به هم پکې شامل وي.

چارواکو وویل، د امریکايي سرتېرو دقیق ځای لا نه دی ټاکل شوی، خو دوی به یو ګډ کنټرول مرکز جوړ کړي او په غزه کې به نور فعال امنیتي ځواکونه مدغم کړي ترڅو له اسرائیلي ځواکونو سره د نښتو د مخنیوي لپاره همغږي وشي.

یوه چارواکي وویل، "غزې ته د هېڅ امریکايي سرتېري د ننوتلو نیت نشته."

چارواکو وویل، هیله ده کله چې د غزې تړون عملي شي، په سیمه کې به تاوتریخوالی کم کړي او د اسرائیل او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو د نورو تړونونو لپاره به د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال، د ابراهیم تړونونو په نوم د هغو تړونونو منځګړیتوب کړی و چې د اسرائیل او بحرین، متحده عربي اماراتو، مراکش او سوډان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه وو.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"