نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
شې پوتین ته: چین او روسیه باید د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په ترڅ کې عادلانه نړیوال نظم رامنځته کړي
د چین ولسمشر شې جېن پینګ د چهارشنبې په ورځ په بیجینګ کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې پر مهال غوښتنه وکړه چې له روسیې سره دې د یو «ستراتیژیک او اوږدمهاله لیدلوري» پر بنسټ د یو «عادلانه او معقول» نړیوال حکومتي سیسټم په رامنځته کولو کې مرسته وشي
شې پوتین ته: چین او روسیه باید د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په ترڅ کې عادلانه نړیوال نظم رامنځته کړي
شې پوتین ته: چین او روسیه باید د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په ترڅ کې عادلانه نړیوال نظم رامنځته کړي

د چین ولسمشر شې په بیجینګ کې د روسیې د ولسمشر پوتین سره په لیدنه کې وویل چې اوسنی نړیوال وضعیت بې ثباته او کړکېچن دی او «یو اړخیز پالنه او برلاسي غوښتنه» په زیاتېدو ده؛ په داسې حال کې چې پوتین دوه اړخیزې اړیکې وستایلې.

د چین ولسمشر شې جېن پینګ د چهارشنبې په ورځ په بیجینګ کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې پر مهال غوښتنه وکړه چې له روسیې سره دې د یو «ستراتیژیک او اوږدمهاله لیدلوري» پر بنسټ د یو «عادلانه او معقول» نړیوال حکومتي سیسټم په رامنځته کولو کې مرسته وشي.

د شینهوا دولتي خبري اژانس په وینا، شې د خلکو په لوی تالار کې د خپلو خبرو په پیل کې وویل چې اوسنی نړیوال وضعیت بې ثباته او کړکېچن دی او «یو اړخیز پالنه او برلاسي غوښتنه» بیا سر راپورته کوي، خو سوله، پرمختګ او همکاري «لا هم د خلکو هیلې او زموږ د وخت غالب تمایل» دی.

شې همدارنګه د چین او روسیې ترمنځ د لوړ کیفیت لرونکي هراړخیز ستراتیژیکې همغږۍ غوښتنه وکړه ترڅو د دواړو هېوادونو د پراختیا او بیا ژوندي کولو په برخه کې مرسته وکړي. هغه وویل چې د چین او روسیې ترمنځ اړیکې د مخ پر ودې سیاسي باور، ستراتیژیکې همکارۍ، په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراخولو او د نړیوال عدالت د تامین لپاره د ګډو هڅو له لارې په ثابت ډول پیاوړې شوې دي.

شې وویل چې په منځني ختیځ کې د دښمنیو بشپړ بندول «خورا عاجل» دي، په داسې حال کې چې د جګړې بیا پیلول تر دې هم لږ د منلو وړ دي او پر مذاکراتو ټینګار «خورا مهم» دی. هغه زیاته کړه چې په سیمه کې وضعیت د جګړې او سولې ترمنځ په یو حساس پړاو کې دی، او ټینګار یې وکړ چې د جګړې ژر پای ته رسول به د انرژۍ په رسولو کې د خنډونو په کمولو او د صنعتي او عرضې ځنځیرونو په سم فعالیت کې مرسته وکړي.

پوتین د سه شنبې په ورځ خپل دوه ورځنی سفر په داسې حال کې پیل کړ چې یوازې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیجینګ ته خپل درې ورځنی سفر پای ته رسولی و. د پوتین سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکارۍ د تړون له ۲۵مې کلیزې سره سمون خوري. دا تړون په ۲۰۰۱ کال کې د چین د هغه وخت د ولسمشر جیانګ زمین او پوتین لخوا لاسلیک شوی و، چې د چهارشنبې په ورځ یې پر غځولو هم هوکړه وشوه.

پوتین له شې څخه روسیې ته د سفر بلنه وکړه

پوتین د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روسیې او چین اړیکې «بې ساري لوړې کچې» ته رسیدلي او دوه اړخیزه سوداګرۍ په تېرو ۲۵ کلونو کې له ۳۰ برابرو څخه ډېره شوې ده. په بیجینګ کې له خپل چینایي سیال سره په لیدنه کې، پوتین ولسمشر شې ته د «ګران ملګري» خطاب وکړ او یو چینایي متل یې یاد کړ چې وایي: «که ملګري یو بل یوه ورځ ونه ویني، داسې احساس کیږي لکه درې مني (فصلونه) چې تېر شوي وي.»

پوتین د خبرو اترو په پیل کې وویل چې د روسیې او چین اړیکې اوس «د شراکت د یوې بېلګې په توګه کار کوي.» هغه زیاته کړه: «د منځني ختیځ د کړکېچ په ترڅ کې، روسیه د سرچینو د باوري چمتو کوونکي په توګه خپل رول ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې چین د دې سرچینو د مسؤل مصرف کوونکي په توګه پاتې کیږي.»

هغه همدارنګه تایید کړه چې د ۲۰۲۶ کال په نومبر کې به د چین په جنوبي ښار شینزین کې د اپیک  په سرمشریزه کې ګډون وکړي او له شې څخه یې وغوښتل چې راتلونکی کال له روسیې څخه لیدنه وکړي. د پوتین په وینا، مسکو او بیجینګ د «کلتوري او تمدني تنوع» او د هېوادونو د حاکمیت او پرمختیايي لارو درناوي ته ادامه ورکوي.

 

وپلټۍ
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي