لیدلوری
نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په نړۍ کې ورک شوی براعظم یا لویه وچه
په نړۍ کې اته براعظونه یا لویې وچې شتون لري
00:00
په نړۍ کې ورک شوی براعظم یا لویه وچه
/ TRT Global

په نننۍ خپرونه کې به موږ د نړۍ د "ورکې شوې وچې" په نوم پېژندل کېدونکې او په وروستیو کلونو کې ډېر پام ځانته راګرځولې زیلاندیا وچې په اړه خبرې وکړو. کېدای شي مخکې مو د دې نوم نه وي اورېدلی، ځکه چې دا وچه په لویه کچه د سمندرونو لاندې پټه شوې ده. نو، په دې توګه، په نړۍ کې کېدای شي اته وچې شتون ولري، مونږ هم خپله خپرونه په همدې بحث پیلوو.

زیلاندیا یوه ستره ځمکنۍ ټوټه ده چې جغرافیايي لحاظه د نیوزیلینډ او نیو کالیډونیا په ګډون، نږدې ټوله یې د اوبو لاندې ده. دا ځمکنۍ ټوټه چې ساحه یې نږدې پنځه میلیونه مربع کیلومتره ده، د استرالیا له نیمایي څخه یو څه کوچنۍ ده. خو د دې له امله چې د زیلاندیا ۹۳ سلنه برخه د اوبو لاندې ده، تر اوسه پورې له پامه غورځېدلې ده. د دې وچې یوازې یوه کوچنۍ برخه لکه د نیوزیلینډ او نیو کالیډونیا په څېر د ځمکې ټوټې په توګه د اوبو پر سطحه شتون لري.

په حقیقت کې دا ځمکنۍ ټوټه د جغرافیه‌پوهانو او جیولوجیستانو لخوا له ډېر کلونو راهیسې پېژندل شوې ده. مګر له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې ساینسپوهانو د دې شواهد راټولول پیل کړل چې زیلاندیا یوه وچه ده. په ۲۰۱۷ کال کې څېړونکو د دې سیمې په اړه معلومات خپاره کړل چې آیا په رښتیا یوه وچه ده که نه، او ډېرو جیولوجیستانو وړاندیز وکړ چې زیلاندیا باید د یوې وچې په توګه ومنل شي. دا پرېکړه د ځمکنۍ ټوټې په لویوالي، جیولوجیک جوړښت او د شاوخوا سمندري لارو څخه د توپیر پر بنسټ وه.

د ځمکې د قشر ضخامت او بېلابېل جیولوجیک جوړښت سره ثابت شوې چې زیلاندیا د وچې ځانګړتیاوې لري. د وچو د قشر معمولاً ۳۰ تر ۵۰ کیلومتره ضخامت لري، په زیلاندیا کې شاوخوا ۲۰ کیلومتره ضخامت لري. یعنې د سمندري قشر څخه ډېر زیات ضخامت لري، او دا د دې یو له اساسي دلایلو څخه دی چې زیلاندیا د یوې وچې په توګه پېژندل شوې ده. سربېره پر دې، د نورو وچو په څېر، زیلاندیا هم د جیولوجیکو پروسو لکه اورغورځونو او د غرونو جوړېدو سره مخ شوې ده. حتی، د زیلاندیا سویلي برخه له ۸۵ میلیونه کلونو مخکې د ګونډوانا سوپر وچې څخه جلا شوې او د سمندر لاندې کېناسته پیل کړې.

د دې وچې شتون یوازې یو جیولوجیکي کنجکاوي نه ده، بلکې له طبیعي ګاز، نفت او منرالونو له پلوه هم لوی پوتانسیل لري. زیلاندیا، هم د ځمکې لاندې سرچینو او هم د ایکوسیستمونو له پلوه یوه ډېره بډایه سیمه ده. خو د زیلاندیا په بشپړه توګه د یوې وچې په توګه منل کېدل لا هم په نړیواله کچه نه دي تصویب شوي. ځینې ساینسپوهان فکر کوي چې د وچې تعریف باید په یو تنګ چوکاټ کې ونیول شي. خو بیا هم د زیلاندیا کشف په جیولوجۍ نړۍ کې لویه هیجان رامنځته کړې ده، او په راتلونکو کلونو کې د دې نوې ځمکنۍ ټوټې د لا زیاتې څېړنې تمه کېږي.

.

 

 

 

 

 

وپلټۍ
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه