منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اشغالګرو اسرائیلي پوځیانو دا ځل د بي بي مریم مجسمې ته سپکاوی وکړ
د لبنان په سوېل کې په یوې عیسوي میشتې سیمه کې د بي بي مریم یوې مجسمې ته د اسرائیلي پوځي سپکاوي سخت غبرګونونه راپارولي دي.
اشغالګرو اسرائیلي پوځیانو دا ځل د بي بي مریم مجسمې ته سپکاوی وکړ
اسرائیلي سرتیري دا ځل بي بي مجسمې ته سپکاوی وکړ / trt


د اسرائیلو دولتي تلویزیون "کان" په یوه راپور کې هغه انځور تایید کړی چې پکې یو اسرائیلي پوځي د لبنان په سوېل کې د "دبل" په نوم عیسوي کلي کې د بي بي مریم د مجسمې په خوله کې سګرټ ږدي.

په هغه انځور کې، چې د دبل په کلي کې اخیستل شوی، لیدل کیږي چې یو پوځی د مجسمې په خوله کې سګرټ ځای پر ځای کوي، په داسې حال کې چې نور پوځیان یې عکسونه اخلي او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپروي.

راپور زیاتوي چې د اسرائیلو لوی درستیز ایال ضمیر د عیسویانو د مذهبي سمبولونو په اړه د پوځیانو دا کړنه "یو نامناسب چلند او د پوځ له ارزښتونو څخه سرغړونه" بللې ده.

همدارنګه ویل شوي چې د اسرائیلو پوځ په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي چې "پېښه تر څېړنې لاندې ده او د موندنو په رڼا کې به لازم اقدامات وشي."

د حضرت عیسی (ع) مجسمې ته سپکاوي هم غبرګونونه راپارولي وو

د اپرېل په ۱۹مه، د اسرائیلو د پوځ یوه سرتېري د لبنان په سوېل کې له اشغال شویو ښارګوټو څخه په "دیر سریان" کې د حضرت عیسی (ع) مجسمه په پتک (لوی څټک) ټوټې ټوټې کړې وه.

د اسرائیلو پوځ منلې وه چې د پېښې اړوند انځور رښتینی دی او د پېښې په اړه یې د پلټنو د پیل اعلان کړی و.

د مذهبي سمبول په وړاندې د اسرائیلي پوځي دغه چلند په عیسوي نړۍ کې سخت غبرګونونه راپارولي وو.

د دې پېښې په غبرګون کې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بښنه غوښتې وه او اعلان شوی و چې هغه دوه سرتېري چې مجسمه یې ویجاړه کړې او عکسونه یې اخیستي وو، له محاربوي دندو لیرې شوي او د ۳۰ ورځو پوځي بند سزا ورکړل شوې ده.

د حضرت عیسی (ع) مجسمې ته د سپکاوي له غبرګونونو وروسته، د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار، ډیپلومات جورج ډیک د عیسوي نړۍ لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی و.

 

وپلټۍ
د ایران ولسمشر پزشکیان : ایران ډیپلوماسۍ ته ژمن دی.
فلسطین له نړۍ څخه نکبه د 'توکمیزې تصفیې د جرم' په توګه د په رسمیت پیژندولو غوښتنه وکړه
د اوکرایني ډرونونو د پېښو په اړه د نیوکو له امله د لاتویا لومړۍ وزیرې سیلینا استعفا وکړه
د اسرائیلو پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې یو فلسطینی ماشوم وواژه
د اسپانیا لومړی وزیر سانچز: د بارسلونا پر ستوري یامال د فلسطین د بیرغ په رپولو 'ویاړم'
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید شوی
تورکیې د عراق له نوي حکومت څخه د ملاتړ اعلان وکړ او د مرستې ژمنه یې وکړه
مکرون: فرانسه په افریقا کې له تورکیې، چین او امریکا څخه شاته پاتې شوې ده
د چین او امریکا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو او لا پیاوړې کولو موافقه وکړه.
ایران او متحده عربي امارات په نوي ډیلي کې د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې سره  مشاجره وکړه
تورکیې او قزاقستان د نویو تړونونو په لاسلیکولو سره خپله دفاعي او انرژيکي ملګرتیا پیاوړې کړه
اسرائیلو د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
ملګري ملتونه : په افغانستان کې د وچکالۍ بحران لا پسې ژور شوی دی
هندي چارواکي : په عمان کې د هند بیرغ لرونکې کښتۍ د برید له امله ډوبه شوې، عمله یې وژغورل شوه
روسیه د افغانستان له واکمنو طالبانو سره یو بشپړ او هر اړخیز شراکت رامنځته کوي.