منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلو په ډزو دوه فلسطینیان وژل شوي
د غزې د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو دوه فلسطینیان وژل شوي، چې ورسره د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د وژل شویو کسانو ټول شمېر ۷۲،۶۱۲ ته ورسېد.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلو په ډزو دوه فلسطینیان وژل شوي
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلو په ډزو دوه فلسطینیان وژل شوي / Reuters

د روغتیا وزارت ویلي چې له اوربند راهیسې په اسرائیلي بریدونو کې لږ تر لږه ۸۳۰ فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۲،۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو دوه فلسطینیان وژل شوي، چې ورسره د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د وژل شویو کسانو ټول شمېر ۷۲،۶۱۲ ته ورسېد.

وزارت د دغو نویو قربانیانو په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو یوې طبي سرچینې "اناتولیا" خبري اژانس ته ویلي چې د دوشنبې په ورځ وختي د غزې په شمال کې، د بیت لاهیا لویدیځ ته په "اطاطره" سیمه کې یو ۴۴ کلن سړی د اسرائیلو په ډزو وژل شوی دی. سیمه ییزو سرچینو ویلي چې اطاطره سیمه د اوربند د هوکړې له مخې د اسرائیلي پوځ د ځای پر ځای کېدو او کنټرول له ساحو څخه بهر ده. د دویم وژل شوي کس په اړه لا تر اوسه جزئیات نشته.

روغتیا وزارت زیاته کړې چې په تېره یوه ورځ کې ۹ نور کسان هم ټپیان شوي، چې ورسره د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې د ټپیانو ټول شمېر ۱۷۲،۴۵۷ کسانو ته رسېدلی دی.

عیني شاهدانو ویلي چې اسرائیلي توپخانې د سهار په وخت د غزې ښار په ختیځو برخو بریدونه کړي، په داسې حال کې چې اسرائیلي سمندري ځواکونو په سویل کې د رفح او خان یونس ساحلونه په ډزو او مرمیو ویشتلي دي. په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د ۱۰مې له اوربند راهیسې، په اسرائیلي بریدونو کې لږ تر لږه ۸۳۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲،۳۴۵ نور ټپیان شوي دي.

دا اوربند د دوه کلنې نسل وژونکې جګړې وروسته وشو چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۸مه پیل شوې وه، چې له امله یې تر ۷۲،۰۰۰ ډېر فلسطینیان ووژل شول، تر ۱۷۲،۰۰۰ ډېر ټپیان شول او شاوخوا ۹۰ سلنه ملکي بنسټونه پکې ویجاړ شول.

 

وپلټۍ
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې