منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
الشرع وویل چې پر هېواد د لګېدلو سختو بندیزونو له لرې کېدو وروسته سوریه له سره راوزیږیده
الشرع په دوبی کې د عربو د رسنیو په غونډه کې د وینا پر مهال، وویل چې سوریه له داسې يوه پراخ بندیزیز رژیم سره مخ وه چې د ځینو محدودیتونو تاریخ یې ۱۹۷۹ کال ته رسېده. د سوریې مشر ټینګار وکړ چې د بندیزونو په لرې کولو کې د تورکیې رول مهم وو
الشرع وویل چې پر هېواد د لګېدلو سختو بندیزونو له لرې کېدو وروسته سوریه له سره راوزیږیده
الشرع

هغه وویل چې دا حالت د اقتصادي بیارغونې، بهرنۍ پانګونې او د پیاوړي سیمه ییز رول لپاره زمینه برابروي.

الشرع څرګنده کړه چې د سوریې اقتصاد په ۲۰۱۰ کال کې شاوخوا ۶۰ میلیارده ډالره و چې په ۲۰۲۴ کال کې څه باندې ۲۰ میلیارده ډالرو ته راپېوت، خو له هغه وخته تر اوسه ۳۲ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی او سږ کال ۵۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی شي. هغه زیاته کړه، په دې شرط چې نړیوال شرایط مستحکم پاتې شي، د حکومت پروګرامونه موخه لري چې په راتلونکو ۵ تر ۱۰ کلونو کې اقتصاد شاوخوا ۲۰۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

 هغه دغه راز یادونه وکړه چې د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر او کویټ پانګه وال دمخه هېواد ته داخل شوي، بېلابېل تړونونه لاسلیک شوي او ځینې پروژې تر کار لاندې دي.

نوموړي وویل چې سوریه له سوسیالیستي بڼې اقتصادي ماډل څخه، چې بیروکراسي او اداري فساد په‌کې زیات و، د شخصي سکتور د ملاتړ کوونکي تر ډېره لېبرال سیستم په لور روانه ده، او اعتراف یې وکړ چې دا پروسه ښايي سختو پرېکړو ته اړتیا ولري.

د سوریې ولسمشر همدا راز ټینګار وکړ چې هېواد یې له هیچا بهرني ځواک سره د یوځای کېدو او پیوستون اراده نه لري؛ د دمشق اداره په عرب او اسلامي نړۍ کې خپل شاوخوا چاپیریال ته په درناوي سره، د خپلو ملي ګټو پالنه کوي.

الشرع خبرداری ورکړ چې د منځني ختیځ په نورو برخو کې روانې جګړې او ناامني لا هم د سوریې د بيا رغونې بهیر اغېزمنولای شي. هغه وویل چې دوی له عربي هېوادونو سره په ګډه کار کوي ترڅو د سیمه ییزو نښتو اغېزې محدودې کړي، ځکه د سوریې ثبات نه یوازې د هغې په ګټه دی، بلکې ټولې سیمې ته ګټه رسوي.

 

وپلټۍ
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ