په اسلام آباد کې په جومات کې په چاودنه کې د مړو شمیره ۳۱ تنو ته لوړه شوه

پاکستاني چارواکو وویل چې دا چاودنه د ښار په څنډو کې په "ترلۍ" سیمه کې د "امام بارګاه قصر خدیجة الکبری" په جومات کې شوې ده. یوې امنیتي سرچینې فرانس پریس (AFP) خبري اژانس ته ویلي: "بریدګر د جومات په دروازه کې ودرول شو او هلته یې ځان ته چاودنه ورکړه."

By
په اسلام آباد کې په جومات کې په چاودنه کې د مړو شمیره ۳۱ تنو ته لوړه شوه / AP

د پاکستان په پلازمینه اسلام‌اباد کې پر یوه جومات د ځانمرګی برید له امله لږ تر لږه  ۳۱ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ ډېر ټپیان دي

د چارواکو په وینا، د جمعې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات ځانمرګي برید لږترلږه ۳۱ تنه وژلي او د پولیسو د یوې سرچینې په وینا، تر ۱۳۰ ډېر کسان یې ټپیان کړي دي.

پاکستاني چارواکو وویل چې دا چاودنه د ښار په څنډو کې په "ترلۍ" سیمه کې د "امام بارګاه قصر خدیجة الکبری" په جومات کې شوې ده. یوې امنیتي سرچینې فرانس پریس (AFP) خبري اژانس ته ویلي: "بریدګر د جومات په دروازه کې ودرول شو او هلته یې ځان ته چاودنه ورکړه."

یوه لوړپوړي پولیس چارواکي وویل چې چاودنه د جمعې له لمانځه وروسته وشوه، هغه مهال چې په ټول هېواد کې جوماتونه له لمونځ کوونکو ډک وي. هغه زیاته کړه چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی، خو لومړي وزیر شهباز شریف وویل چې د دې برید تر شا کسان به وموندل شي او عدالت ته به راکش شي.

د سویلي اسیا د چارو کارپوه، مایکل کوګلمن، پر اېکس (X) ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د برید هدف ته په کتو، احتمال شته چې دا کار د داعش ډلې سیمه‌ییزې څانګې یا د شیعه ضد وسله‌والو ډلو وي.

دا د ۲۰۰۸ کال له سپټمبر راهیسې په اسلام‌اباد کې ترټولو خونړی برید دی؛ په هغه کال کې په ماریوټ هوټل کې د یوه لارۍ بم په واسطه ځانمرګي برید ۶۰ کسان وژلي وو.