منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د اوربند سره سره  په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي
د روغتیايي سرچینو په وینا، د یکشنبې له سهار راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه لس فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل د اوربند له هوکړې څخه خپلو ورځنیو سرغړونو ته دوام ورکوي.
د اوربند سره سره  په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي
د اوربند سره سره  په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې فلسطیني ډلې او منځګړي په قاهره کې د غزې د اوربند د هوکړې د راتلونکي پړاو د پرمختګ لپاره خبرې اترې کوي.

د روغتیايي سرچینو په وینا، د یکشنبې له سهار راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه لس فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل د اوربند له هوکړې څخه خپلو ورځنیو سرغړونو ته دوام ورکوي.

روغتیايي سرچینو اناتولیا خبري اژانس ته ویلي چې د غزې ښار په مرکز کې د "ریمال" سیمې د فلسطین میدان ته نږدې، یوې اسرائیلۍ بې پیلوټه الوتکې پر یوه ملکي موټر برید کړی چې په پایله کې یې څلور فلسطینیان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي. سرچینو همدارنګه زیاته کړې چې ۱۴ کلنه "هدیل ایمن جندي" چې د شنبې په ورځ په یوه برید کې ټپي شوې وه، نن یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د غزې په سویل کې د خان یونس ښار په لوېدیځه برخه کې د پولیسو پر یوې پوستې د اسرائیلو په برید کې پنځه فلسطینیان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. په شمالي غزه کې بیا د "بیت لاهیا" ښارګوټي په لوېدیځ کې د اسرائیلو د سمندري ځواکونو له برید وروسته ۵ ټپیان د "السرايا" ساحوي روغتون ته وړل شوي دي.

د غزې په مرکزي برخه کې د "دیر البلح" ساحل ته څېرمه د اسرائیلو د سمندري ځواک د ماشینګڼو په ډزو کې یو تنکی ځوان کب نیوونکی وژل شوی دی. سربېره پر دې، د غزې ښار په سویل ختیځ "زیتون" سیمه کې د یوه ویجاړ شوي کور له خاورو څخه د دوو فلسطینیانو جسدونه را ایستل شوي چې د شنبې په ورځ د اسرائیلو په توپخانې برید کې ویشتل شوی و.

د اسرائیلو نسل وژنه او ډیپلوماټیکې هڅې
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې په قاهره کې د اوربند د هوکړې د لومړي پړاو د بشپړولو او دویم پړاو ته د تېرېدو په اړه خبرې اترې روانې دي.

د تېر سپتمبر په میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند لپاره یوه ۲۰ ماده ییزه طرحه اعلان کړه، چې په کې د اسرائیلي بندیانو خوشې کول، له غزې د اسرائیلو وتل، د یوې تخنیکي ادارې جوړول او د نړیوالو ثبات ساتونکو ځواکونو ځای پر ځای کول شامل وو.

که څه هم د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې رسمي اوربند نافذ شوی، خو د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیلو پوځ له هغه وخت راهیسې لږ تر لږه ۹۶۱ فلسطینیان وژلي او تر ۳۰۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي. د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسرائیلو په نسل وژنه کې نږدې ۷۳ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۷۳ زره ډېر ټپیان شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

 

وپلټۍ
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې