د پنجشنبې په ورځ شاوخوا غرمه مهال «په اسیا کې د همکارۍ او باور جوړونې اقداماتو کنفرانس» په سرمشریزه کې د اسحاق هرزوګ د وینا له پیلېدو سره سم، د تورکیې په ګډون د څه باندې ۱۰ هېوادونو استازي د غونډې له تالار څخه ووتل.
ټي آر ټي ورلډ (TRT World) راپور ورکړی چې تورکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان په مشرۍ د تورکیې پلاوی او د ۱۰ نورو هېوادونو استازي په باکو کې د اسیا د همکارۍ او باور جوړونې سرمشریزې ته د اسرائیل د ولسمشر د وینا پر مهال له تالار څخه ووتل.
ورته پرېکون د تېر سپټمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د لوړې کچې غونډې پر مهال د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د وینا پر مهال هم لیدل شوی و.
د پنجشنبې د ورځې یوه ورځنۍ سرمشریزه، چې د اسیا د همکارۍ او باور جوړونې د سازمان د اوسني رئیس په توګه د اذربایجان په کوربتوب جوړه شوې، د غړو هېوادونو، څارونکو هېوادونو او شریکو نړیوالو سازمانونو استازي سره راټول شوي وو.
ویل کیږي پدې سرمشریزه کې خبرې اترې د اذربایجان تر مشرۍ لاندې پر سیمه ییزو همکاریو، (ارتباطاتو)، ډیجیټل کولو او تلپاتې پراختیا تمرکز لري.
تمه کېږي چې په دې سرمشریزه کې به د باکو اعلامیه او د کاري خوندیتوب او روغتیا په برخه کې د همکارۍ په اړه یو بیان تصویب شي، او همدارنګه به د نوي غړي په توګه د لاوس (Laos) هېواد غړیتوب هم اعلان شي.
فیدان وروسته وویل چې «په اسیا کې د همکارۍ او باور جوړونې اقداماتو کنفرانس» (CICA) غړي هېوادونه باید د فلسطین (چې د دې ډلې له غړو څخه دی) د حقونو په ملاتړ او د روان ظلم او جدي سرغړونو په مخالفت کې کلک دریځ غوره کړي.
د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې د اسرائیل د نسل وژنې له امله تر ۷۴،۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۷۵،۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې د دې کلابندې شوې سیمې شاوخوا ۹۰ سلنه زېربناوې زیانمنې یا ویجاړې شوې دي.
له هغه وخت راهیسې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د فلسطینیانو او د هغوی پر شتمنیو د اسرائیلي ځواکونو او ناقانونه اسرائیلي میشتېدونکو بریدونه او یرغلونه هم لا زیات شوي دي.




















