نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
زیلینسکي  ویلي دي  د امریکا، اوکراین او روسیې درې اړخیزې خبرې به په نوامبر کې ترسره شي .
د اوکراین ولسمشر وايي، کیف چمتو دی چې د واشنګټن له لوري د ځنډېدلو خبرو اترو د بیا پیلولو د هڅو په ترڅ کې د مشرانو په کچه د سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
زیلینسکي  ویلي دي  د امریکا، اوکراین او روسیې درې اړخیزې خبرې به په نوامبر کې ترسره شي .
زيلينسكي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې د کیف، واشنګټن او مسکو ترمنځ به د نوامبر په میاشت کې درې اړخیزه غونډه وشي چې موخه یې د سولې د ځنډیدلو خبرو اترو بیا پیل کول دي.

زیلینسکي د یکشنبې په ورځ له اوکرایني ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: «موږ خبرو ته چمتو یو. که دا یوه سیمه ییزه مسله وي، نو باید د مشرانو په کچه پرې بحث وشي. نورې موضوعګانې د تخنیکي ډلو په واک کې دي. له همدې امله، دا ټولې موضوعګانې په نومبر میاشت کې څېړل کېدای شي.»

دا اعلان د جمعې په ورځ د کرملین د ویاند دیمیتري پیسکوف له څرګندونو وروسته شوی دی. هغه ویلي وو چې درې ‌اړخیزه غونډه به د نومبر په میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د ډیپلوماټیکو هڅو زیاتوالی

دا اعلانونه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړې دي.

د هغه استازي، سټیو ویټکوف، د سې شنبې په ورځ په اوسلو کې د زیلینسکي او اروپایي مشرانو سره ولیدل، مخکې لدې چې د چهارشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د دې لوړ پوړو خبرو اترو وروسته، کیف او مسکو دواړو د واشنګټن په منځګړیتوب د مستقیمو خبرو اترو بیا پیلولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

وپلټۍ
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
نتنیاهو وايي له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ پای ته رسېدل 'یوازې د وخت خبره ده'
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
نتنیاهو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د 'بشپړ ټولبند' او د الخلیل د 'تړلو' امر وکړ
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب په نهم کنفرانس کې د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار وکړ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي