نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل چې پاکستان د هند سره په وروستیو نښتو کې د هند ۵ جنګي الوتکې ویشتي دي
ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د استازو جرګې  جمهوري غوښتونکو غړیو  سره د ماښام میلمستیا په مراسمو کې، وویل: "په حقیقت کې، الوتکې له هوا څخه ویشتل کیدې. پنځه، پنځه، څلور یا پنځه، مګر زه فکر کوم چې په حقیقت کې پنځه جیټ الوتکې ویشتل شوي دي."
امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل چې پاکستان د هند سره په وروستیو نښتو کې د هند ۵ جنګي الوتکې ویشتي دي
/ AP

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل چې پاکستان د هند سره په وروستیو نښتو کې د هند ۵ جنګي الوتکې ویشتي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې هغه باور لري چې د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو په جریان کې چې د اپریل په میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د مرګوني برید وروسته پیل شوې، تر پنځو پورې پوځي الوتکې ویشتل شوي دي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د استازو جرګې  جمهوري غوښتونکو غړیو  سره د ماښام میلمستیا په مراسمو کې، وویل: "په حقیقت کې، الوتکې له هوا څخه ویشتل کیدې. پنځه، پنځه، څلور یا پنځه، مګر زه فکر کوم چې په حقیقت کې پنځه جیټ الوتکې ویشتل شوي دي."

د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیو ترمنځ نښتې د اپریل په میاشت کې د هغه برید وروسته پیل شوې چې ۲۶ کسان یې ووژل.

نوي ډیلي د دې پیښې پړه په پاکستان کې میشتو وسله والو واچوله، خو اسلام آباد دا تورونه په مکرر ډول  ردوي.

په پایله کې، هندي جیټ الوتکو د می په ۷ مه د پولې هاخوا د پاکستان په خاوره کې په ځینو سیمو د هغوې پر وینا د ترهګرو پټنځایونه بمبار کړل . ددې سره د دواړو هیوادونو ترمنځه په هوا کې د جنګي الوتکو او ډرون ترمنځه مخامخ نښتې وشې. همداشان دواړو هیوادونو په یو بل باندې توغندیو بریدونه هم وکړل.

پاکستان پدې نښتو کې د پنځو هندي الوتکو چې رافیل پرمختللې الوتکې هم پکې شامل دي د ویشتو نه خبر ورکړی وو.

که څه هم هند  په رسمي ډول د خپلو الوتکو له ویشتل کیدو له پخلي څخه ډډه  کړې، خو کله چې د جون په میاشت کې د بلومبرګ خبریال د هند د لوی درستیز انیل چوهان څخه وپوښتل چې ایا د پاکستان هغه ادعا حقیقت لري چې  "شپږ هندي جیټ الوتکې" ویشتي دي ؟ ځواب ورکړ، "مهمه خبره دا ده چې ولې یې سقوط وکړ،" داسې ښکاري چې د تلفاتو پخلی کوي پرته له دې چې شمیر یې مشخص کړي.

هند هم ادعا کړې چې د پاکستان جیټ الوتکې یې ویشتلي دي. پداسې حال کې چې اسلام آباد د کومې الوتکې له لاسه ورکولو څخه انکار کړی، خو د څو هوایی هډو زیان یې منلی دی.

د می په لسمه اوربند وشو.

ټرمپ په مکرر ډول د اوربند په راوستلو کې د مرستې کولو ادعا کړې، او ویلي یې دي چې په دواړو خواوو د امریکا د فشار له امله  د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه ایښې ده.

په هرصورت، هند په عامه توګه د پیښو د دې نسخې سره مخالفت کړی، او ویلي یې دي چې اوربند د نوي ډیلي او اسلام آباد ترمنځ د مستقیم اړیکو له لارې ترلاسه شوی، پرته له دې چې د دریمې ډلې ښکیلتیا وي.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ