نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستاني طالبانو له خوا پر امنیتي پوسته برید کې شپږ سرتېري وژل شوي
یوه حکومتي چارواکي د سې شنبې په ورځ وویل چې د پاکستاني طالبانو وسله والو د پاکستان په شمال لوېدیځه سرحدي سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی، چې له امله یې شپږ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د پاکستاني طالبانو له خوا پر امنیتي پوسته برید کې شپږ سرتېري وژل شوي
د پاکستاني طالبانو له خوا پر امنیتي پوسته برید کې شپږ سرتېري وژل شوي / AP

د پاکستاني طالبانو له خوا پر امنیتي پوسته برید کې شپږ سرتېري وژل شوي

یوه حکومتي چارواکي د سې شنبې په ورځ وویل چې د پاکستاني طالبانو وسله والو د پاکستان په شمال لوېدیځه سرحدي سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی، چې له امله یې شپږ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې یاغیانو ته پناه ورکوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.

د دوشنبې په ورځ ناوخته، ګڼشمیر وسله والو د خیبر پښتونخوا ایالت په قبایلي ولسوالۍ کورمه کې پر دې پوسته برید وکړ، چې له امله یې سخته نښته وشوه.

په کورمه کې یوه حکومتي چارواکي، چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه یې نه درلوده، د نوم نه ښودلو په شرط AFP خبري اژانس ته وویل: "شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، په داسې حال کې چې په جګړه کې دوه وسله وال هم وژل شوي دي."

د پاکستاني طالبانو ډلې، یا تحریک طالبان پاکستان (TTP) چې له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې فعاله ده، د دغه برید پړه منلې ده.

پاکستان په افغانستان کې پر طالب چارواکو تور لګوي چې د TTP وسله والو ته پناه ورکوي او له هغه ځایه ورته له پولې هاخوا د بریدونو اجازه ورکوي – یو تور چې کابل یې ردوي.

د اکتوبر میاشتې له نښتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله تړل شوې، که څه هم پاکستان تېره اونۍ ویلي چې ډېر ژر به افغانستان ته د ملګرو ملتونو مرستندویه توکو ته د تېرېدو اجازه ورکړي.

دا برید څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د یوې لویې سرحدي لارې پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو او توپچي بریدونو تبادله وشوه، چې د افغانستان په وینا په کې څلور ملکي وګړي او یو سرتېری وژل شوي وو.

هرې خوا بل لوری د جګړې په پیلولو تورن کړی دی.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.