منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې په ښارونو پراخه بریدونه کړي
په یمن کې حوثیانو اعلان وکړ چې امریکا د هیواد په لویدیځ کې د حدیده او حجه په ښارونو او په شمال کې د صعده په ښار هوايي بریدونه کړي دي.
امریکا په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې په ښارونو پراخه بریدونه کړي
/ Reuters

د حوثیانو اړوند د المسیره تلویزیون د نوموړو بریدونو په اړه ویلي دي چې امریکا

د صعده ښار په صفرا ولسوالۍ کې څلور هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د صعده ښار چې د سعودي عربستان سره په سرحدي سیمه کې موقعیت لري، د حوثیانو یو له مهمو مرکزونو څخه پیژندل کیږي.

د بله پلوه حوثیانو د څلورم ځل لپاره د امریکا د الوتکو وړونکې بېړۍ باندې د برید کولو نه خبر ورکړی دی.

د المسیره تلویزیون راپور ورکړی چې امریکا د حدیده ولایت په مینا ولسوالۍ کې د الاهلي سپورټ کلب ودانۍ او د حجه ولایت په میدي ولسوالۍ هم هوایي بریدونه کړي دي.

پدې راپور کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.

حوثیانو نن سهار د یو بیان په خپرولو سره اعلان وکړ چې دوی په  سور سمندر کې د امریکا د الوتکو لیږدونکې بیړۍ "یو ایس ایس هري ټرومن" په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره وویشتله.

د حوثیانو د پوځي ویاند یحیی سیري په وینا، "دوی په تیرو ۷۲ ساعتونو کې د څلورم ځل لپاره د امریکا د الوتکو لیږدونکې بېړۍ په نښه کړه."

سيري وويل چې د امريکا بريدونه د فلسطينيانو په وړاندې د يمن د مذهبي، اخلاقي او بشري مسؤليتونو د ترسره کولو مخه نشي نيولی.

په یمن د امریکا هوايي بریدونه

حوثیانو د مارچ په ۷مه اعلان وکړ چې دوی اسرائیلو ته څلور ورځې وخت ورکړی چې غزې ته مرستو ته اجازه ورکړي، که نه نو دوی به د اسرائیلو پر وړاندې سمندري عملیات بیا پیل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مارچ په ۱۵مه، د خپل شخصي ټولنیز پلیټ فارم په یوه بیان کې اعلان وکړ چې هغه پوځ ته امر کړی چې په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې "لوی برید" وکړي.

د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا الوتکې او جنګي کښتۍ به د حوثیانو هدف وي او تر هغه چې دوی خپل بریدونه جاري ساتي، د سمندري تګ راتګ په بندیزونو کې به واشنګټن هم شامل وي.

حوثیانو اعلان وکړ چې د پلازمینې صنعا په ګډون په څو ښارونو کې د امریکا او بریتانیا په هوايي بریدونو کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان شوي دي.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ