نوښتګري
2 د لوستلو دقیقې
د جیف بیزوس د فضایي شرکت لپاره لویه ضربه؛ د بلو اورېجن شرکت فضايي توغندی د توغولو پر ځای وچاودېد
امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د بلو اورېجن شرکت "نوي ګلین" توغندی د فلوریډا په کېپ کاناورل کې د توغولو پر ځای چاودلی دی.
د جیف بیزوس د فضایي شرکت لپاره لویه ضربه؛ د بلو اورېجن شرکت فضايي توغندی د توغولو پر ځای وچاودېد
د جیف بیزوس د فضایي شرکت لپاره لویه ضربه؛ د بلو اورېجن شرکت فضايي توغندی د توغولو پر ځای وچاودېد

نوي ګلین (New Glenn) توغندي د توغولو پر ځای د ازموینې پر مهال چاودنه وکړه، نږدې کورونه یې ولړزول او د فلوریډا په ختیځ کې یې اسمان د لږ وخت لپاره نارنجي کړ.

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د بلو اورېجن شرکت "نوي ګلین" توغندی د فلوریډا په کېپ کاناورل کې د توغولو پر ځای چاودلی دی.

شرکت د پنجشنبې په ورځ په ایکس (پخواني ټویټر) کې په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي: "موږ د نننۍ ګرمې ازموینې پر مهال له یوې غیر نورمالې ستونزې سره مخ شوو." دوی زیاته کړې چې "ټول کارمندان روغ رمټ دي او چا ته زیان نه دی رسېدلی."

د پېښې ویډیو ښیي چې لومړی له توغندي لوګی پورته کېږي او وروسته په بشپړ ډول  د اور په یوې لویې لمبې بدلېږي.

د فلوریډا د کانګرس غړي مایک هریدوپولوس، چې کېپ کاناورل یې په انتخاباتي حوزه کې راځي، په ایکس کې ویلي چې د دې چاودنې په اړه یې د ناسا (NASA) له اداري مدیر جارډ اساکمن سره خبرې کړې دي.

هریدوپولوس ویلي: "زه خوښ یم چې د کومې ټپي کېدنې راپور نشته او د هغو ژغورونکو، انجنیرانو او د توغولو د عملې منندوی یم چې په چټکۍ یې اقدام وکړ."

دا چاودنه د میلیاردر جیف بیزوس د فضا سپړنې شرکت لپاره یو تازه خنډ او شاتګ دی.

تېره میاشت هم د دغه شرکت نوي ګلین توغندی په خپل ماموریت کې پاتې راغلی و چې یو مخابراتي سټلایټ په سم مدار کې ځای پر ځای کړي، چې دغې پېښې هم پلټنې له ځانه سره لرلې.

 

وپلټۍ
د بشري حقونو له نیوکو سره سره، په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې پراخ بدلونونه پلي شول
د سویلي کوریا پخوانی ولسمشر یون د شمالي کوریا پر ضد د ډرون عملیاتو له امله په ۳۰ کلن بند محکوم شو.
اردوغان:د تورکیې سرې میاشتې د خپلو نړیوالو بشري هڅو له امله په نړۍ کې د ځان لپاره ځانګړی ځای جوړ کړی
د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو د قربانیانو کورنۍ لا هم له یو کال وروسته د ځوابونو په تمه دي
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي