پاکستان د چینايي کارګرانو د امنیت لپاره لا زیاتو تدابیرو نیولو ژمنه کوي.

په چین کې د پاکستان  سفیر د چهارشنبې په ورځ وویل چې په پاکستان کې  کار کونکو چینایي اتباعو د ساتنې لپاره د امنیتي اقداماتو په اړه د پاکستان او چین خبرې اترې د پرمختګ په حال کې دي.

/ AFP

د ویلو ده چې چینايي اتباع د پاکستان په وروسته پاتې بلوچستان ایالت کې چیرې چې چین ستراتیژیک بندر او د کانونو استخراج په غاړه لري وخت نا وخته د ترهګریزو بریدونو لاندې راځي. په بلوچستان کې بیلتونکې غوښتونکې ډلې چین د پاکستان سره په مرسته کولو تورنوي.

په چین کې د پاکستان سفیر خلیل هاشمي د چین په هینان ولایت کې د بواو فورم په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې دا د پاکستان "ملي مسؤلیت" دی چې په خپل هیواد  کې د چینايي اتباعو محافظت وکړي.  هیواد  به يي پدې برخه کې د ټولو ممکنه لارو څخه کار واخلي".

هغه وویل: "زه فکر کوم چې زموږ دواړه هیوادونه د معلوماتو شریکولو، د معیاري عملیاتي پروسیجرونو د پراختیا په برخه کې ډیر نږدې کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې په پاکستان کې کار کونکي چینایي اتباع خوندي دي.

"موږ خپل چینایي ملګري د هغو ګامونو په اړه خبر ساتو چې موږ یې اخلو، نو دا کار روان دی."

پاکستان بیا هند په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو یاغي ډلو نه په  ملاتړ تورنوي او په افغانستان بیا  دې ترهګرو ته د پناه ورکولو تور لګوي. دواړه هېوادونه دا ادعاوې ردوي. خو د بلوچ آزادۍ پوځ (BLA) د نورو بریدونو ژمنه کوي. په حقیقت کې څه پیښیږي

بیجینګ پر پاکستان فشار راوړی پدې هیواد کې د زرګونو تنو چینایي کارګرانو امنیت خوندي کړي. چین پدې وروستیو کې په پاکستان کې پر چینايي وګړو د بریدونو په اړه اندیښمن او مایوسه دی.

دا فشار د تیر اکتوبر په میاشت کې د کراچۍ په هوايي ډګر کې د یوې چاودنې وروسته راغی چې دوه چینایي انجنیران پکې ووژل شول.

هاشمي وویل چې دا خبرې اترې روانې دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې باور سره.

هغه وویل: "دا یو پیچلی امنیتي چاپیریال دی، موږ د حل کولو، د دې ترهګریزو ځواکونو سره د مقابلې او مبارزې او ماتې ورکولو وړتیا لرو."