نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د FBI پخوانی مشر جیمز کومي تسلیم او ټرمپ ته د ګواښ په تور محکمې ته حاضر شو
د FBI پخواني مشر جیمز کومي په ویرجینیا کې چارواکو ته وروسته له هغه ځان تسلیم کړ چې د ټولنیزې رسنۍ له لارې یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژوند ته د ګواښ تور پرې لګېدلی و.
د FBI پخوانی مشر جیمز کومي تسلیم او ټرمپ ته د ګواښ په تور محکمې ته حاضر شو
د FBI پخوانی مشر جیمز کومي تسلیم او ټرمپ ته د ګواښ په تور محکمې ته حاضر شو / Reuters

 کومي د ټولنیزې رسنۍ له لارې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژوند ته د ګواښ په دویم تور له لګېدو وروسته لومړی ځل محکمې ته حاضر شو.

د FBI پخواني مشر جیمز کومي په ویرجینیا کې چارواکو ته وروسته له هغه ځان تسلیم کړ چې د ټولنیزې رسنۍ له لارې یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژوند ته د ګواښ تور پرې لګېدلی و.

کومي، چې د امریکا د ولسمشر یو سخت منتقد دی او پخوا هم له نورو فدرالي تورونو سره مخ شوی و چې وروسته رد شول، د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې یې په انسټاګرام کې داسې یوعکس خپور کړی و چې په شمالي کارولینا کې د ساحل پر غاړه د صدفونو په واسطه د ۸۶ او۴۷  شمېرې جوړې شوې وې.

ټرمپ ویلي چې دا اشاره یو رمزي ګواښ و.

کومي "د متحده ایالاتو ولسمشر ته په قصدي توګه د ژوند د اخیستو او بدني زیان رسولو ګواښ" او د ایالتونو ترمنځ د ګواښ په تورونو تورن دی.

هر تور تر لسو کلونو پورې د بند اعظمي سزا لري.

د FBI پخواني مشر د ویرجینیا په الکساندریا کې یوې استماعیه غونډې ته حاضر شو، چېرته چې هغه اقرار ونه کړ او وروسته ورته د تګ اجازه ورکړل شوه.

سرپرست لوی څارنوال ټاډ بلانچ خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې نه پوهیږي د کومي راتلونکې محکمه به کله وي.

کله چې وپوښتل شول چې ایا هر څوک چې "۸۶۴۷" شمېرې پوسټ کړي له تورونو سره به مخ شي، بلانچ د تور دفاع وکړه.

هغه وویل: "د ګواښ هره قضیه توپیر لري. هرکله چې د ولسمشر پر وړاندې ګواښ کیږي، دا حتمي نه ده چې تور پرې ولګول شي."

هغه زیاته کړه: "دا په تحقیقاتو پورې اړه لري. دا په هر ډول فکتورونو پورې اړه لري."

کومي هغه مهال د انسټاګرام د پوسټ له امله بښنه غوښتې وه او ویلي یې وو چې "نه پوهېدم چې ځینې خلک دا شمېرې له تاوتریخوالي سره تړي."

هغه وویل: "دا هیڅکله زما فکر ته نه و راغلي، خو زه د هر ډول تاوتریخوالي مخالف یم، نو ما هغه پوسټ لرې کړ."

د سپتمبر په میاشت کې، کومي کانګرس ته د درواغو بیانونو ورکولو او د کانګرس د کارونو د خنډولو په تور تورن شوی و، چې دا په پراخه کچه د جمهوري غوښتونکي ولسمشر لخوا د یوه سیاسي مخالف پر وړاندې د غچ اخیستنې په توګه لیدل کېده.

یوه فدرالي قاضي هغه قضیه په دې اساس رد کړه چې د ټرمپ لخوا ټاکل شوی څارنوال په ناقانونه توګه ګمارل شوی و.

ډیموکراتان دې وروستي تور ته هم په ورته سترګه ګوري.

سناتور ډیک ډوربین دا تورونه "بې بنسټه" او "کوچنۍ غچ اخیستنه" وبلل.

ډوربین په یوه بیان کې وویل: "دا د عدلیې وزارت د سیاسي کارونې یوه بله قضیه ده چې د یوه غچ اخیستونکي ولسمشر په استازیتوب غبرګون ښیي."

کومي له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د FBI د مشر په توګه دنده ترسره کړې.

د خپلې دورې پر مهال، هغه د نورو مهمو قضیو ترڅنګ د هیلري کلنټن لخوا د شخصي ایمیل سرور کارولو او د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د تحقیقاتو څارنه کوله.

کومي د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې د ټرمپ لخوا له دندې ګوښه شو.

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.