تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې د اوربند تړون هرکلی وکړ او  د فلسطین نه يي د  ملاتړ د دوام ژمنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په شرم الشیخ کې د خبرو اترو وروسته د اسرائیل او د فلسطین مقاومتي ډلې حماس ترمنځ د اوربند تړون په اړه خپله خوښي څرګنده کړه، چې په کې تورکیې هم رول لوبولی دی.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې د اوربند تړون هرکلی وکړ او  د فلسطین نه يي د  ملاتړ د دوام ژمنه وکړه
رجب طیب اردوغان / AA

د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې د اوربند تړون هرکلی وکړ او  د فلسطین نه يي د  ملاتړ د دوام ژمنه وکړه

اردوغان د یوه خپلواک، او مستقل فلسطیني دولت د جوړېدو په اړه د تورکیې پر نه بدلېدونکي دریځ ټینګار وکړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د غزې د اوربند تړون هرکلی وکړ، او د سختو شرایطو سره سره د فلسطینیانو د مقاومت او وقار ستاینه وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په شرم الشیخ کې د خبرو اترو وروسته د اسرائیل او د فلسطین مقاومتي ډلې حماس ترمنځ د اوربند تړون په اړه خپله خوښي څرګنده کړه، چې په کې تورکیې هم رول لوبولی دی.

اردوغان د پنجشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه مننه وکړه چې اوربند ته د اسرائیل د هڅولو لپاره یې اړینه سیاسي اراده وښودله، او له قطر او مصر څخه یې هم د تړون په رسېدو کې د دوی د پام وړ ملاتړ له امله مننه وکړه.

د تورکیې ولسمشر وویل چې تورکیه به د تړون پلي کول له نږدې وڅاري او د سولې پروسې سره مرستې ته به ژمن پاتې شي.

هغه د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ د یوه خپلواک، مستقل فلسطیني دولت د جوړېدو په اړه د انقرې پر نه بدلېدونکي دریځ ټینګار وکړ چې پلازمېنه یې ختیځ بیت المقدس وي.

اردوغان له هغو فلسطینیانو سره پیوستون څرګند کړ چې په تېرو دوو کلونو کې یې ډېر کړاوونه او زیانونه زغملي دي، او د سختو شرایطو سره سره یې د دوی د مقاومت او وقار ستاینه وکړه.

یوې سرچینې وویل چې تمه کیږي چې د غزې لپاره د ټرمپ د پلان د لومړي پړاو د تړون د لاسلیک مراسم به د جمعې په ورځ د لندن په ځايي وخت د سهار په بجې او د تورکیې په وخت  له غرمې مخکې په ۱۱ بجو لاسلیک شي.

سرچینې زیاته کړه، تمه کیږي چې اوربند به په غزه کې د تړون له لاسلیک وروسته په سیمه کې نافذ شي.

د بیت المقدس پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې قطر، مصر، امریکا متحده ایالتونو او تورکیې د غزې د سولې تړون د تضمین کوونکو په توګه لاسلیک کړی دی.

اسرائیل او حماس ویلي چې دوی د اوږدې مودې انتظار وروسته د اوربند پر تړون موافقه کړې، چې دا د ټرمپ د پلان لومړی پړاو دی چې په غزه کې د تل ابیب جګړه پای ته ورسوي، کومې چې تر ۶۷۰۰۰ ډیر فلسطینیان وژلي او منځنی ختیځ یې له سره جوړ کړی دی.

په دې تړون کې به درې مهم ټکي شامل وي: د اسراییلي بندیانو او فلسطینی بندیانو خوشې کول، د اسراییلي ځواکونو وتل یوې ټاکلې کرښې ته، او له کلونو محاصرې او جګړې وروسته غزې ته د سختو اړتیا وړ مرستو زیاتوالی.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.