منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی
د چهارشنبې ورځې د یوه راپور له مخې، متحده ایالاتو ګواښ کړی چې د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د غړو ویزې به لغوه کړي، مګر دا چې فلسطیني سفیر ریاض منصور د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مرستیالۍ لپاره خپله کاندیدي بېرته واخلي.
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی


د 'این پي آر' (NPR) د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت یوې مراسلې امریکايي ډیپلوماټانو ته لارښوونه کړې چې پر فلسطیني چارواکو فشار راوړي ترڅو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مرستیالۍ څوکۍ لپاره د خپل استازي غوښتنه بېرته واخلي، که نه نو له ممکنه پایلو سره به مخ شي.

تېر کال د ټرمپ ادارې د فلسطیني چارواکو ویزې لغوه کړې وې او هغوی یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له ګډون څخه منع کړي وو.

د چهارشنبې ورځې د یوه راپور له مخې، متحده ایالاتو ګواښ کړی چې د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د غړو ویزې به لغوه کړي، مګر دا چې فلسطیني سفیر ریاض منصور د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مرستیالۍ لپاره خپله کاندیدي بېرته واخلي.

این پي آر (NPR) د می د ۱۹مې نېټې د بهرنیو چارو وزارت د یوې مراسلې په حواله راپور ورکړی چې په بیت المقدس کې امریکايي ډیپلوماټانو ته لارښوونه شوې وه ترڅو پر فلسطیني چارواکو فشار راوړي چې په ملګرو ملتونو کې د ۲۱ مرستیالانو له ډلې د یوې څوکۍ لپاره د منصور غوښتنه بېرته واخلي، ګنې له جدي پایلو، په ځانګړې توګه د ویزو له لغوه کېدو سره به مخ شي.

د راپور له مخې، په دغه مراسله کې منصور د داسې چا په توګه یاد شوی چې "پر اسراییلو د نسل وژنې د تورونو لګولو تاریخ" لري. په مراسله کې ویل شوي چې د هغه کاندیدي "تاوتریخوالي ته لمن وهي" او د غزې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "سولې" پلان زیانمنوي.

په مراسله کې راغلي: "د منصور لپاره د بیان داسې یو پلیټ فارم به د فلسطینیانو ژوند ښه نه کړي او د امریکا او فلسطیني ادارې  ترمنځ اړیکو ته به سخت زیان ورسوي. کانګرس به دې مسلې ته په خورا جدي سترګه وګوري."

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د "ویزو د ریکارډونو د محرمیت" په پلمه د دې راپور په اړه له تبصرې ډډه وکړه. ویاند وویل: "موږ د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر د تړون له مخې خپلو مکلفیتونو ته ژمن یو او هغې ته جدي پاملرنه کوو."

تېر کال هم د ټرمپ ادارې د فلسطیني چارواکو ویزې لغوه کړې وې او هغوی یې په سپټمبر کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له ګډون څخه منع کړي وو.

دا اقدام د هغو هڅو په غبرګون کې شوی و چې یو شمېر لوېدیځو هېوادونو چمتووالی نیولی و ترڅو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین د دولت د رسمي پېژندلو اعلان وکړي.

 

وپلټۍ
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ