نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د نیویارک په لاګارډیا هوايي دګر کې د الوتکې او اطفایې موټر د جنګیدو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې
د سي این این او این بي سي په ګډون امریکایي رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د نیویارک په لاګارډیا هوايي ډګر کې د اور وژنې له یو موټر سره د الوتکې د ټکر له امله د الوتکې پیلوټ او مرستیال پیلوټ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نیویارک په لاګارډیا هوايي دګر کې د الوتکې او اطفایې موټر د جنګیدو  له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې
د نیویارک په لاګارډیا هوايي دګر کې د الوتکې او اطفایې موټر د جنګیدو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې / Reuters

د امریکا د نیویارک په ښار کې د لاګارډیا هوايي ډګر پر ځغاست لیکه کې د یوې الوتکې او اطفایې د موټر د جنګیدو له امله د الوتکې پیلوټ او مرستیال پيلوټ ژوند د لاسه ورکړ.

د ایر کاناډا ایکسپرېس (Air Canada Express) الوتکې او د هوايي ډګر د اطفایې موټر ترمنځ د ناستې پر مهال ټکر، د امریکا په یو تر ټولو بوخت هوايي ډګر، لاګارډیا کې د عملیاتو د درېدو او د الوتنو د ځنډېدو لامل شو.

د سي این این او این بي سي په ګډون امریکایي رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د نیویارک په لاګارډیا هوايي ډګر کې د اور وژنې له یو موټر سره د الوتکې د ټکر له امله د الوتکې پیلوټ او مرستیال پیلوټ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اې بي سي ټلویزیون د هغو چارواکو له قوله چې د وضعیت په اړه یې معلومات لرل، ویلي چې د ۱۱ مسافرو او دوو ژغورونکو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

الوتنې لغوه شوې
له پېښې وروسته په لاګارډیا هوايي ډګر کې ټولې الوتنې ودرول شوې.

د نیویارک پولیسو تایید کړې چې الوتکې په ځغاستلیکه کې د یو موټر سره ټکر کړی دی.  د اور وژنې چارواکي وايي، ډلې یې د هوايي ډګر پر یوه رن وې باندې د یوې پېښې په مهارولو بوختې دي. د هوانوردۍ فدرالي ادارې د الوتنو د ځنډېدو د دوام په اړه د خبرداري په ورکولو سره د الوتنو د درولو پرېکړه وکړه.

د الوتنو د تعقیب ادارې "فلایټ راډار ۲۴ ویلي چې له مونیټریال څخه راغلې یوې سیمه ییزې جټ الوتکې له ناستې وروسته کله چې پر رن وې روانه وه، د اور وژنې او ژغورنې له یو موټر سره ټکر وکړ.

که څه هم چارواکو لا په رسمي ډول د ټپیانو شمېر نه دی تایید کړی، خو په انټرنیټ کې خپاره شوي عکسونه ښيي چې د الوتکې مخکینۍ برخه (پوزه) سخته زیانمنه شوې او بېړنۍ مرستندویه ډلې پرې راګرځېدلې دي.

د سفرونو ګډوډي په زیاتېدو ده
د دې ټکر له امله الوتنې وځنډېدې یا لغوه شوې، چې ورسره سم چارواکو د نیویارک ښار د هوايي ډګر شاوخوا کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې په اړه خبرداری ورکړی دی.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په لاګارډیا کې له وړاندې د خرابې هوا او د کارمندانو د کمښت له امله د الوتنو لړۍ ټکنۍ وه.

په داسې حال کې چې بېړنۍ ډلې په سیمه کې کار کوي او څېړنې روانې دي، ویل شوي چې د الوتنو ځنډ به دوام ولري او له مسافرو غوښتل شوي چې د سفر لپاره له بدیلو لارو کار واخلي.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
ایا د اوکراین د ډرون بریدونو لړۍ کولی شي په روسیه کې د تېلو بحران رامینځته کړي؟
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه