د نیویارک په لاګارډیا هوايي دګر کې د الوتکې او اطفایې موټر د جنګیدو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې
د سي این این او این بي سي په ګډون امریکایي رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د نیویارک په لاګارډیا هوايي ډګر کې د اور وژنې له یو موټر سره د الوتکې د ټکر له امله د الوتکې پیلوټ او مرستیال پیلوټ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا د نیویارک په ښار کې د لاګارډیا هوايي ډګر پر ځغاست لیکه کې د یوې الوتکې او اطفایې د موټر د جنګیدو له امله د الوتکې پیلوټ او مرستیال پيلوټ ژوند د لاسه ورکړ.
د ایر کاناډا ایکسپرېس (Air Canada Express) الوتکې او د هوايي ډګر د اطفایې موټر ترمنځ د ناستې پر مهال ټکر، د امریکا په یو تر ټولو بوخت هوايي ډګر، لاګارډیا کې د عملیاتو د درېدو او د الوتنو د ځنډېدو لامل شو.
د سي این این او این بي سي په ګډون امریکایي رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د نیویارک په لاګارډیا هوايي ډګر کې د اور وژنې له یو موټر سره د الوتکې د ټکر له امله د الوتکې پیلوټ او مرستیال پیلوټ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اې بي سي ټلویزیون د هغو چارواکو له قوله چې د وضعیت په اړه یې معلومات لرل، ویلي چې د ۱۱ مسافرو او دوو ژغورونکو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
الوتنې لغوه شوې
له پېښې وروسته په لاګارډیا هوايي ډګر کې ټولې الوتنې ودرول شوې.
د نیویارک پولیسو تایید کړې چې الوتکې په ځغاستلیکه کې د یو موټر سره ټکر کړی دی. د اور وژنې چارواکي وايي، ډلې یې د هوايي ډګر پر یوه رن وې باندې د یوې پېښې په مهارولو بوختې دي. د هوانوردۍ فدرالي ادارې د الوتنو د ځنډېدو د دوام په اړه د خبرداري په ورکولو سره د الوتنو د درولو پرېکړه وکړه.
د الوتنو د تعقیب ادارې "فلایټ راډار ۲۴ ویلي چې له مونیټریال څخه راغلې یوې سیمه ییزې جټ الوتکې له ناستې وروسته کله چې پر رن وې روانه وه، د اور وژنې او ژغورنې له یو موټر سره ټکر وکړ.
که څه هم چارواکو لا په رسمي ډول د ټپیانو شمېر نه دی تایید کړی، خو په انټرنیټ کې خپاره شوي عکسونه ښيي چې د الوتکې مخکینۍ برخه (پوزه) سخته زیانمنه شوې او بېړنۍ مرستندویه ډلې پرې راګرځېدلې دي.
د سفرونو ګډوډي په زیاتېدو ده
د دې ټکر له امله الوتنې وځنډېدې یا لغوه شوې، چې ورسره سم چارواکو د نیویارک ښار د هوايي ډګر شاوخوا کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې په اړه خبرداری ورکړی دی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په لاګارډیا کې له وړاندې د خرابې هوا او د کارمندانو د کمښت له امله د الوتنو لړۍ ټکنۍ وه.
په داسې حال کې چې بېړنۍ ډلې په سیمه کې کار کوي او څېړنې روانې دي، ویل شوي چې د الوتنو ځنډ به دوام ولري او له مسافرو غوښتل شوي چې د سفر لپاره له بدیلو لارو کار واخلي.