تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې په بودروم کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله څوارلس ناقانونه کډوال په سمندر کې ډوب شوي دي
د تورکیې د چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۱۴ کسان هغه وخت مړه شول کله چې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ د تورکیې د بودروم ښار په ساحل کې د ایجین سمندرګي په اوبو کې ډوبه شوه.
د تورکیې په بودروم کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله څوارلس ناقانونه کډوال په سمندر کې ډوب شوي دي
د تورکیې په بودروم کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله څوارلس ناقانونه کډوال په سمندر کې ډوب شوي دي / AA Archive

د تورکیې په بودروم کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله څوارلس ناقانونه کډوال په سمندر کې ډوب شوي دي

د تورکیې ساحل ساتونکو دوه کسان وژغورل، په شمول د هغه چا چې نږدې چیلبی ټاپو ته په لامبو وهلو سره تللی و، په داسې حال کې چې د لټون هڅې روانې دي.

د تورکیې د چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۱۴ کسان هغه وخت مړه شول کله چې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ د تورکیې د بودروم ښار په ساحل کې د ایجین سمندرګي په اوبو کې ډوبه شوه.

د ژغورنې عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د جمعې په ورځ د موغلا ولایت د بودروم د اورتاکېنت ساحې ته نږدې د یوې ډوبې شوې کښتۍ په اړه د بیړني مرستې زنګ ترلاسه شو.

د تورکیې د ساحلي ساتنې څلور بېړۍ، د غوټه‌ وهونکو یوه ډله، یو هیلیکوپتر، او څو د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته واستول شول.

د عملیاتو پر مهال د ساحلي ساتونکو لخوا دوه ناقانونه کډوال، چې د ډوبېدو له خطر سره مخ وو، وژغورل شول.

د موغلا د والي دفتر وویل، د جمعې په غرمه د ۱۱۲ بیړني تماس مرکز ته د بودروم د ادا برنو له سیمې څخه د یوه افغان وګړي زنګ ترلاسه کړ، چې د ډبرین ساحل ته نږدې یې د مرستې غوښتنه کوله.

له خبرتیا وروسته، څلور د ساحلي ساتنې بېړۍ او د غوټه ‌وهونکو ډله ځای ته واستول شول.

د مرستې غوښتونکي کس په وینا، دوی له بیټېز سیمې څخه په یوه پوره ډکه پړسول شوې کښتۍ کې چې ۱۸ تنه پکې سپاره وو، حرکت کړی و.

د وتلو شاوخوا ۱۰ دقیقې وروسته کښتۍ ته اوبه داخلي شوي او ډوبه شوه.

د راپورونو له مخې، دغه کس شاوخوا شپږ ساعته لامبو وهلې ترڅو ساحل ته ورسیږي، او همدغه کار د ژغورنې عملیاتو د پیل سبب شو.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د عملیاتو د ملاتړ لپاره اضافي د ساحلي ساتنې بېړۍ او یو هیلیکوپتر ځای پر ځای شول. د دوامداره لټون په نتیجه کې دوه کسان ژغورل شوي، چې پکې یو مهاجر هم شامل دی چې د چیلبی ټاپو ته په لامبا تللی و،" چې د تورکیې له ساحل سره نږدې موقعیت لري.

په اعلامیه کې زیاته شوې: "د ۱۴ مهاجرو مړي موندل شوي دي. د نورو ورکو کډوالو د لټون او ژغورنې هڅې د ساحلي ساتونکو تر همغږۍ لاندې د څلورو بېړیو، د غوټه‌ وهونکو ډلې او یو چورلکې په مرسته دوام لري."

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.