نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو رسولو بیا پیلولو وړاندیز کوي: وال سټریټ ژورنال
د وال سټریټ ژورنال په وینا، د ولسمشر ټرمپ استازو د انرژۍ د اوربند د خوندي کولو د هڅو د یوې برخې په توګه د روسیې د ګازو د خرڅلاو لپاره د امریکایي منځګړي د کارولو وړاندیز وکړ.
امریکا د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو رسولو بیا پیلولو وړاندیز کوي: وال سټریټ ژورنال
امریکا د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو رسولو بیا پیلولو وړاندیز کوي: وال سټریټ ژورنال

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، واشنګټن د روسیې او اوکراین ترمنځ د انرژۍ د اوربند لپاره د خبرو اترو د یوې برخې په توګه د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د طبیعي ګازو لیږد بیا پیلولو پلان لري.

امریکايي، اروپايي او اوکرایني چارواکو دې ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازو، جېرډ کوشنر او سټیو وېټکوف، د سپټمبر په میاشت کې مسکو او کییف ته د خپلو سفرونو پر مهال وړاندیز کړی و چې د روسیې د طبیعي ګازو د پلور لپاره دې یو امریکايي منځګړی وکارول شي.

د راپور له مخې، دغه وړاندیز به اروپايي بندیزونه له پامه وغورځوي او روسیې ته به اجازه ورکړي چې د اروپا بازار ته بېرته ګاز صادر کړي. دا کار ښايي د امریکايي پانګه ‌والو لپاره د پام وړ ګټوره سوداګریزه زمینه هم برابره کړي.

ویل کېږي چې مذاکره کوونکو د اروپا د طبیعي ګازو بازار ته د لاسرسي بېرته ترلاسه کول، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د هڅولو لپاره یو مهم امتیاز بللی و، ترڅو له کییف سره پر پراخ اوربند موافقه وکړي.

د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وړاندیز کړی و چې عواید دې په یوه درېیم هېواد کې په یوه خوندي امانتي حساب کې وساتل شي، ترڅو مسکو ونه شي کولای دغه پیسې د خپلې روانې جګړې د تمویل لپاره وکاروي.

په دې وړاندیز کې د شوروي اتحاد د پخوانۍ دورې د نللیکو شبکې بېرته فعالول شامل دي. دغه شبکه د سایبریا د اورېنګوی د ګازو د زېرمو سیمې د اوکراین له خاورې څخه د تېرېدو له لارې له اروپا سره نښلوي.

د راپور له مخې، د دې پلان لپاره هڅې د اروپايي ټولنې له اوسنیو مقرراتو سره په ټکر کې دي . د دغو مقرراتو له مخې، د روسیې د طبیعي ګازو ټول واردات باید د راتلونکي کال تر پای پورې په تدریجي ډول بند شي.

له جګړې مخکې، روسیې د اروپا د طبیعي ګازو ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوله. خو اوس دغه ونډه ۱۱ سلنې ته راټیټه شوې ده، په داسې حال کې چې د امریکا مایع شوې طبیعي ګاز د اروپا د مصرف ۳۰ سلنه جوړوي.

وپلټۍ
د ټرمپ حکومت پلان لري چې ځیني افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډیپورت کړي.
که چیرې جمهوري غوښتونکي په منځمهاله ټاکنو کې بریالي نشي، ټرمپ به پر ایران د لوی برید په اړه غور وکړي
وینس : ټرمپ به په ایران کې خامخا خپلې موخې ترلاسه کړي
الماني محصلینو د ټولنیزو بودیجو د کمولو او اجباري عسکري خدمت پر خلاف د سرتاسري مظاهرو ګواښ کړی
اوکراین: د اورګاډي پر تمځای د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.
پاکستان ویلي دي چې د افغان ځواکونو د بریدونو په ځواب کې په افغانستان کې په بعضو نقطو بریدونه کړي دي.
په اسپانیا کې د دوو ګړندیو اورګاډو د ټکر له امله د لسګونو کسانو د وژل کېدو ویره ده
په بلګراد کې د اسرائیلو د سفارت په یو ساتوونکي افسر د چاقو برید وشو.بریدګر په متقابلو ډزو کې ووژل شو
ټرمپ وايي ډیر ژر به  د پوتین او زیلینسکي لیدنه تنظیم شي.
د امریکا په سان ډیاګو کې اسلامي مرکز ته د مخامخ ګواښ له امله په موقتي توګه وتړل شو.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته  ایران پر وړاندې د شوني کړکېچ په اړه د خلیج هیوادونو ته خبرداری ورکوي
په جرمني کې یو موټر د ګڼې ګوڼې په منځ کې ننوت او لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شول.
ټرمپ اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د درغلي کوونکو افشا کوونکو ته به یو میلیون ډالر انعام  ورکړل شي.
د ایتوپیا په اورومیا سیمه کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ ارتودوکس عیسویان وژل شوي.
روسیې په اوکراین کې د خرسون په لوري لنډمهاله اوربند پیل کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ملګري ملتونه : اسرائیلو په غزه کې د نسل وژنې ترڅنګ په فلسطیني خاوره کې جنګي جنایتونه هم کړي
اوکراین د روسیې په ورونیژ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید وکړ.
د صربستان ولسمشر ولسمشر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله