نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
هالنډ د اسرائیلو پر خلاف یو بل ګام هم اوچت کړ.
هالنډ د اسرائیلو د مالیې په ښي اړخه وزیر بیزلیل سموتریچ او د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر باندې بندیز ولګو او ددوې نومونه يي هیواد نه د ممنوع الدخول کسانو په لست کې شامل کړل.
هالنډ د اسرائیلو پر خلاف یو بل ګام هم اوچت کړ.
/ Reuters

هالنډ د اسرائیلو پر خلاف یو بل ګام هم اوچت کړ. هالنډ د اسرائیلو د مالیې په ښي اړخه وزیر بیزلیل سموتریچ او د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر باندې بندیز ولګو او ددوې نومونه يي هیواد نه د ممنوع الدخول کسانو په لست کې شامل کړل.

هالېنډ اووم هېواد شو چې پدې افراطي اسرائیلي وزیرانو بندیز لګوي. د هالنډ رسنیو د راپورونو له مخې، دغه دواړه وزیران د غزې په تړاو د "نسلي تصفیې" غوښتنې له امله د "نامطلوب اشخاصو" په توګه اعلان شوي دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپر ویلډکامپ  د دوشنبې په شپه د پارلمان د یوې پوښتنې په ځواب کې، د دې بندیز نه دفاع وکړه او ویې ویل چې دغه دواړه اسرائیلي وزیران په پرله‌پسې ډول د فلسطیني وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي هڅونه کړې، د ناقانونه مېشتېدنې د پراختیا ملاتړ یې کړی او په غزه کې د نسلي تصفیې غوښتنه یې کړې ده.

د هالنډ حکومت د دوشنبې په ورځ په یوه خپور کړي لیک کې هم ویلي چې د اسرائیلو سفیر به احضار کړي ترڅو په غزه کې د " نه منلو وړ او زغم نه بهر وضعیت " په اړه خپل غبرګون او غندنه وړاندې کړي.

د هالنډ لومړي وزیر ډیک شوف ویلي چې حکومت یې د اسرائیلو پر وړاندې د ملي اقداماتو په اړه غور کوي او چمتو دی چې که اروپایي ټولنه پرېکړه وکړي چې اسرائیل د غزې لپاره د بشري مرستو د لاسرسي مخه نیسي، د دې هېواد د هورایزن څېړنیز پروګرام کې ګډون وځنډوي.

بن ګویر په یوه پاروونکي بیان کې،  د "مکملې محاصرې" غوښتنه کړې، د مرستو مخنیوی یې اړین بللی او ویلي یې دي چې "په غزه کې هېڅ بې‌طرفه ملکي وګړي نشته." سموتریچ بیا د غزې د بیا نیولو او د فلسطیني وګړو د شمېر کمولو غوښتنه کړې، او ویلي یې دي چې اسرائیل باید د "اشغال" له کلمې ویره ونه لري.

د دوی دغه څرګندونې په پراخه کچه د تاوتریخوالي او نسل‌وژنې د هڅونې په توګه غندل شوې دي.

تر اوسه پورې، اووه هېوادونو سموتریچ او بن ګویر ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې، د دې دلیل په توګه یې د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي هڅونه او د ناقانونه یهودي مېشتېدنې پراختیا یادونه کړې ده. هالنډ او سلوانیا یوازیني اروپایي هېوادونه دي چې دا ګام یې اخیستی دی. سربېره پر دې، د بریتانیا، کاناډا، اسټرالیا، نیوزیلنډ او ناروې حکومتونو هم د دې دواړو اسرائیلي وزیرانو پر وړاندې ورته بندیزونه لګولي دي.

اسرائیل له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په غزه بندیز لګولی دی. خو د مارچ میاشتې راهیسې یې ټولې لارې تړلې دي او د ډېرو مرستو د کاروانونو د داخلېدو مخه یې نیولې، په داسې حال کې چې پوځ یې د فلسطینیانو پر وړاندې بمبارۍ او وژنې کوي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې لږ تر لږه ۱۴۷ کسان د لوږې له امله مړه شوي، چې په دې کې ۸۸ ماشومان شامل دي.

اسرائیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په غزه کې نږدې ۶۰,۰۰۰ فلسطینیان وژلي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

تېر نوامبر، د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت لپاره د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو امرونه صادر شول.

اسرائیل د غزې په محاصره شوې سیمه کې د جګړې له امله د نړیوالې محکمې لخوا د نسل‌وژنې په یوه قضیه کې هم تورن دی.

وپلټۍ
په میلیونونو حاجیان د عرفات په غونډۍ کې دعاګانې کوي
کاناډا  غزې ته  د مرستې رسونې له کاروان (فلوټیلا) د فعالانو سره  د اسرائیل 'وحشتناک چلند وغانده
امریکايي او اسرائیلي جېټ الوتکو هرمز تنګي ته نږدې پر ایراني کښتیو برید وکړ
په سوریه کې په بریالي توګه د پارلماني ټاکنو ترسره کیدل
مالیزیا ویلي دي چې د عدالت پر نړۍوالې محکمه کې به د اسرائیلو پر خلاف اقامه د دعوا وکړي
نتنیاهو اعتراف کړی چې د ټرمپ د ایران پر پالېسۍ د اغېز کولو لپاره نوره هیڅ وسیله نلري
تورکیې پاکستان کې پر مسافر وړونکي ریل ګاډي ترهګریز برید چې له امله يي ستره فاجعه رامنځته شوه وغنده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو: د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ښايي نن کومه لاسته راوړنه ولري
د غزې روغتون وايي د اسرائیلو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي
راپور: امریکا او ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې ته نږدې شوي
په پاکستان کې په بار وړونکي ریل ګاډي د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان شوي
امریکا وايي کیدای شي په 'څو ساعتونو' کې له ایران سره یوه هوکړه وشي
فرانسې د غزې د مرستندویه کاروان له فعالانو سره د "بد چلند" له امله پر بن ګویر بندیز ولګو
زیلینسکي په اروپايي ټولنه کې اوکراین ته د لنډمهاله غړیتوب پر وړاندیز سخته نیوکه وکړه
د تورکیې استخباراتو په سوریه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۱۰ مشکوک کسان ونیول