د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: د ایران او تورکیې پر پوله کوم جدي تحرک نشته
دا په داسې حال کې ده چې پرون د رویټرز په یوه خبر کې ویل شوي وو، چې سلګونه ایرانیان پرون ماسپښین د "کاپیکوي" (Kapıköy) سرحدي دروازې له لارې تورکیې ته
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: د ایران او تورکیې پر پوله کوم جدي تحرک نشته / Reuters
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له ترکیې او افغانستان سره د ایران پر پولو کوم جدي تحرک او غیرعادي تګ راتګ نه لیدل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د رویټرز په یوه خبر کې ویل شوي وو، چې سلګونه ایرانیان پرون ماسپښین د "کاپیکوي" (Kapıköy) سرحدي دروازې له لارې تورکیې ته
ننوتي دي.
د ویلو ده چې د تورکیې د سوداګرۍ وزیر تیره ورځ وویل چې د تورکیې او ایران د متقابل پریکړو په اساس د تورکیې په ایران په مځکنۍ پوله کې د خلکو تګ راتګ د امر ثاني پورې ځنډول شوی دی.
هغه وویل چې تجاري توکي به د نورمالت حالت په څیر صادرات او وارداتو ته دوام ورکړي.