د قرباني لور، لیسلي ګونزالز د خپل پلار د طبي لګښتونو د پوره کولو په موخه د مرستې ټولولو یوه پاڼه (GoFundMe) جوړه کړې ده. ګونزالز لیکلي چې پلار یې پر خپل برېښنایي بایسکل د تګ پر مهال د فدرالي اجنټانو د یوه ملکي موټر لخوا «ووهل شو»، ورپسې «دوه ځله په برېښنایي ټوپک (ټېزر) وویشتل شو او پر ځمکه وغورځول شو» او وروسته په سخت ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو.
د ریکارډو ګونزالز دغه له تاوتریخوالي ډکه نیونه د لانګ بیچ د ښاروال ریکس ریچارډسن او د کانګرس د ډیموکرات غړي رابرټ ګارسیا لخوا، چې د ټاکنو په حوزه کې یې لانګ بیچ هم شامل دی، وغندل شوه. ګارسیا وویل: «زه پر هغو ګاونډیانو ویاړم چې پېښه یې ثبت کړه او د هغې کورنۍ ترڅنګ ودرېدل چې د د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې لخوا په ډار او وحشت کې اچول شوې وه.»
د پروپبلیکا (ProPublica) بنسټ لخوا د اکتوبر په میاشت کې د خپرې شوې یوې څېړنې له مخې، په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۵۰۶ امریکایي وګړي د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې لخوا نیول شوي دي؛ او د ماشومانو په ګډون شاوخوا یوه درجن (دولس تنه) امریکایان په تېروتنې سره له هېواده ایستل (ډیپورټ) شوي دي.


















