نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
اوکراین روسیه د کییف د اوربند له پیلېدو وړاندې په نویو بریدونو ترسره کولو تورنه کړه.
د روسیې لخوا پر اوکراین په وروستیو بریدنو کې ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۱۲۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي
اوکراین روسیه د کییف د اوربند له پیلېدو وړاندې  په نویو بریدونو ترسره کولو تورنه کړه.
اوکراین روسیه د کییف د اوربند له پیلېدو وړاندې په نویو بریدونو ترسره کولو تورنه کړه. / Reuters

د هغه یو اړخیز اوربند وخت چې کییف اعلان کړی و، د چهارشنبې په ورځ پوره کېده، خو اوکراین پر روسیې تور پورې کړ چې یوازې څو ساعته وړاندې یې نوي بریدونه کړي چې په پایله کې یې په جګړه ځپلي هېواد کې لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.

روسي چارواکو د وړاندیز شوي اوربند له پیل څو ساعته وروسته د اوکراین د کوم برید په اړه راپور نه دی ورکړی، خو د اوکراین د سویلي سیمې زاپوریژیا  چارواکو د چهارشنبې په سهار وویل چې مسکو د دوی پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه کړي دي.

مسکو او کییف هر یو په جلا جلا نېټو یو اړخیز اوربندونه اعلان کړي وو؛ روسیې غوښتنه کړې وه چې اوربند دې د مې په نهمه د دویمې نړیوالې جګړې د بریا ورځې  له نمانځنې سره سمون ولري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي مسکو په "سختې بې شرمۍ" تورن کړ چې په داسې حال کې چې د جګړې د بندولو غوښتنه کوي، وژونکي بریدونه ترسره کوي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایګور کلیمنکو د سې شنبې په ناوخته، د اوربند له پیل وړاندې وویل چې چارواکي په پولتاوا، خارکیف، دونېڅک، دنیپرو پیتروفسک، زاپوریژیا، خیرسون، اودیسا، چرنیګیف او سومي سیمو کې د روسي بریدونو د زیانونو په څېړلو بوخت دي.

کلیمنکو وویل: "تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د نننیو روسي بریدونو له امله ۲۷ کسان وژل شوي او لږترلږه ۱۲۰ نور ټپیان دي." وروسته بیا د کراماتورسک ښار له لوري د یو بل تن د مړینې خبر هم ورکړل شو.

د هغې سیمې د مشر په وینا چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له اوکراین څخه جلا کړې وه، د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې هم ۵ ملکي وګړي وژل شوي دي. روسیې د سې شنبې په ناوخته، کله چې د اوکراین د اوربند وخت نږدې شوی و، د دنیپرو ښار هم په نښه کړ.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیګا په ایکس (پخواني ټویټر) کې ولیکل: "د اوکراین د اوربند وړاندیز پلي کېدو ته یوازې څو ساعته پاتې دي، خو روسیه د جګړې د پای ته رسولو هیڅ نښه نه ښيي. برعکس، مسکو وحشت نور هم زیات کړی دی."

زیلینسکي تر دې وړاندې په زاپوریژیا کې پر هغه برید چې ۱۲ کسان پکې ووژل شول، وویل چې د دې برید لپاره "هیڅ نظامي توجیه نشته". روسي بریدونو د کراماتورسک ښار مرکز هم په نښه کړ، چې په دونېڅک سیمه کې د کییف تر کنټرول لاندې وروستی مهم مرکز دی. هلته هم شپږ کسان ووژل شول.

دا بریدونه په تېرو څو اونیو کې تر ټولو خونړي وو او د سولې هڅې یو ځل بیا پڅې شوې دي.

سره له دې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ټیلیفون خبرې وکړې. د ویاند ټومي پیګوټ په وینا، دواړو لورو د امریکا او روسیې پر اړیکو، د اوکراین جګړې او پر ایران خبرې وکړې، خو نور جزییات یې ورنه کړل. روسیې هم د دې اړیکې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د "دوه اړخیزو اړیکو پر مهالوېش" یې خبرې کړې دي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ