منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د خليج شورا د غزې محاصره د پیړنۍ جرم وباله د اسرائيلو لخوا  د لوږې پاليسي وغندله.
د خليج د همکارۍ شورا  د اسرائيلو له خوا د غزې روانه محاصره او د بشري مرستو د مخنیوي پاليسي په کلکه وغندله، او د شورا سرمنشي د تل ابیب د لوږې ستراتېژي "د پېړۍ جرم" وباله.
د خليج شورا  د غزې محاصره د پیړنۍ جرم وباله  د اسرائيلو لخوا  د لوږې پاليسي وغندله.
/ AP

د خليج شورا د غزې محاصره د پیړنۍ جرم وباله د اسرائيلو لخوا  د لوږې پاليسي وغندله.

د خلیج همکارۍ شورا عمومي منشي د غزې د محاصرې د پای ته رسولو او مرستو ته د لاسرسي د اسانتیا لپاره د بیړني نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.

د خليج د همکارۍ شورا  د اسرائيلو له خوا د غزې روانه محاصره او د بشري مرستو د مخنیوي پاليسي په کلکه وغندله، او د شورا سرمنشي د تل ابیب د لوږې ستراتېژي "د پېړۍ جرم" وباله.

د خليج د همکارۍ شورا سرمنشي جاسم البديوي، د دوشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې، د غزې د خرابېدونکي بشري ناورين پوره پړه پر اسرائيلو واچوله، او خبرداری يې ورکړ چې د خلکو د لوږې دا قصدي پاليسي يو بشپړ جنګي جنايت دی، چې فوري نړيوال حساب ورکول غواړي.

البديوي وويل، د اسرائيلو محاصره او د مرستو مخنیوی د قحطۍ د خپرېدو، د روغتيايي او خوراکي نظامونو د نړېدو لامل شوی، او دا حالت يې د "بې سارې کچې بشري ناورين" په توګه ياد کړ.

هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې بې له ځنډه او بې له قيد و شرطه دې اقدام وکړي، ترڅو محاصره پای ته ورسوي، د خوړو او درملو ژر او بې خنډه رسېدنه باوري کړي، او د فلسطينيانو پر وړاندې له نورو جنايتونو مخنیوی وشي.

البديوي زياته کړه: "دا ظالمانه محاصره د ټولو نړيوالو بشري معيارونو خلاف ده، د جنيوا کنوانسيونونه نقضوي، او د بشري حقونو له ارزښتونو او اصولو سره ټکر لري." هغه خبرداری ورکړ چې د غزې وضعيت "د انساني اخلاقو ټول حدونه اوښتي دي."

د خليج د همکارۍ شورا له ټولو نړيوالو ادارو او بنسټونو څخه وغوښتل چې د وژنو د بندېدو، د محاصرې د لرې کېدو، او د لوږې له امله د نورو مرګونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي. شورا ټينګار وکړ چې د پولو تېرېدونکي بندرونه باید ژر تر ژره بېرته خلاص شي، او د بې‌ګناه ملکي وګړو ژوند وژغورل شي.

البداوي د نړیوال قانون او د عربي سولې نوښت سره سم د فلسطیني خلکو د مشروع حقونو لپاره د خلیج همکارۍ شورا ملاتړ بیا تایید کړ، چې پکې د ژوند، آزادۍ، او ملي ځان‌پېژندنې حق شامل دی، او دا هر څه د نړيوالو قوانينو او د عربي سولې نوښت پر بنسټ، چې له اسرائيلو د عربو له ځمکو د وتلو په بدل کې پوره پېژندنه وړاندې کوي.

اسرائيلو، چې د نړيوالو د اوربند غوښتنې يې رد کړې دي، له اکتوبر ۷، ۲۰۲۳ راهيسې پر غزه يو ظالمانه پوځي يرغل پيل کړی، چې نږدې ۵۹ زره فلسطينيان يې وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. بې رحمه بمبارۍ دغه سیمه ویجاړه کړې، د خوراکي توکو کمښت او د ناروغیو خپریدو لامل شوې ده.

تېر نوامبر، د نړيوال جنايي عدالت (ICC) د اسرائيلو پر صدراعظم بنيامين نتنياهو او پخواني دفاع وزير يواف ګالانت د غزې په تړاو د جنګي جنايتونو او د بشريت ضد جنايتونو له امله د نيولو امرونه صادر کړل.

اسرائيل همداراز د نړيوال عدالت محکمې (ICJ) کې د غزې پر ضد د نسل وژنې په قضيه کې هم تورن دی.

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو