منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ملګري ملتونه :غزه کې له ۷۵ زرو څخه زيات فلسطينیان د ملګرو ملتونو په ۱۰۰ ودانيو کې پناه اخيستې ده.
د فلسطينی کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (UNRWA) د سې شنبې په ورځ وويل چې له ۷۵ زرو څخه زيات بې ‌کوره فلسطينیان د غزې په ۱۰۰ ودانيو کې پناه اخيستې ده، چې ډېری يې د اسرائيلي بريدونو له امله زيانمنې شوې دي.
ملګري ملتونه :غزه کې له ۷۵ زرو څخه زيات فلسطينیان د ملګرو ملتونو په ۱۰۰ ودانيو کې پناه اخيستې ده.
ملګري ملتونه :غزه کې له ۷۵ زرو څخه زيات فلسطينیان د ملګرو ملتونو په ۱۰۰ ودانيو کې پناه اخيستې ده. / AA

د فلسطينی کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې د راپور له مخې، په غزه کې له ۷۵ زرو څخه زيات فلسطينیان د ملګرو ملتونو په ۱۰۰ ودانيو کې پناه اخيستې ده.

د ملګرو ملتونو ادارې وويل چې ډېری ودانۍ د اسرائيلي بريدونو له امله زيانمنې شوې او له خلکو ډکې دي.

د فلسطينی کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (UNRWA) د سې شنبې په ورځ وويل چې له ۷۵ زرو څخه زيات بې ‌کوره فلسطينیان د غزې په ۱۰۰ ودانيو کې پناه اخيستې ده، چې ډېری يې د اسرائيلي بريدونو له امله زيانمنې شوې دي.

ادارې په خپل يوه بيان کې چې پر X (پخوانی ټويټر) خپور شوی، وويل: "په غزه کې نږدې ۷۵ زره بې‌ کوره شوي کسان د ملګرو ملتونو د ۱۰۰ څخه زياتو ودانيو کې پناه اخلي — چې ډېری يې زيانمنې او له خلکو ډکې دي."

 د فلسطينی کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې ټينګار وکړ چې د دوی ټيمونه "نه ستړي کیدونکي کار کوي څو د پناه ځایونه خوندي او د انسان د وقار وړ وساتي، هره ورځ د اوبو، صفايې، کثافاتو د راټولولو او روغتيايي ملاتړ خدمتونه برابروي."

د غزې د حکومت د رسنيو د دفتر د معلوماتو له مخې، د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د تل ابيب د نسل ‌وژنې جګړې له امله له ۲.۴ ميليونه اوسېدونکو څخه شاوخوا دوه ميليونه کسان بې ‌ځايه شوي دي.

د غزې د حکومت د رسنيو دفتر زياته کړه چې نږدې ۲۸۸ زره فلسطیني کورنۍ بې‌ کوره شوې دي، او بې ‌ځايه شوي ملکي وګړي په تنګو او له خلکو ډکو سيمو کې د بنسټیزو اړتياوو له نشتوالي سره مبارزه کوي.

د اکتوبر په ۱۰مه، د امريکا د ولسمشر ټرمپ د ۲۰ مادو له پلان لاندې د اوربند لومړۍ مرحله په غزه کې عملي شوه.

د پلان د لومړۍ مرحلې له مخې، د فلسطيني بنديانو په بدل کې به اسرائيلي بنديان خوشې کېږي. دغه پلان د غزې د بيا رغونې او د حماس پرته د يوې نوې ادارې د جوړېدو وړانديز هم کوي.

د غزې د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهيسې د اسرائيلو د نسل‌ وژنې جګړې له امله له ۶۸ زرو او ۸۰۰ زيات کسان وژل شوي او له ۱۷۰ زرو او ۶۰۰ زيات نور ټپيان شوي دي.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه