وتلو اسلامي عالمانو په غزه کې فلسطینیانو ته د مرستې رسولو پر عاجلې اړتیا ټینګار وکړ.

د شنبې په ورځ وتلو اسلامي عالمانو په غزه کې فلسطینیانو ته د مرستې رسولو پر عاجلې اړتیا ټینګار وکړ. د ویلو ده چې د اسلامي نړۍ وتلو دیني عالمانو په استانبول کې د ډیموکراسۍ او آزادۍ ټاپو کې  په جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ .

/ AA

د شنبې په ورځ وتلو اسلامي عالمانو په غزه کې فلسطینیانو ته د مرستې رسولو پر عاجلې اړتیا ټینګار وکړ. د ویلو ده چې د اسلامي نړۍ وتلو دیني عالمانو په استانبول کې د ډیموکراسۍ او آزادۍ ټاپو کې  په جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ .

دغه غونډه چې "اسلامي او بشري مسؤلیت: غزه" دی، تر سرلیک لاندې جوړه شوې د نړیوالې اتحادیې د اسلامي دیني عالمانو  او په تورکیه کې د اسلامي عالمانو بنسټ لخوا تنظیم شوې ده.

په دې غونډه کې له ۵۰ څخه زیاتو هېوادونو څخه د ۱۵۰ څخه زیات دیني عالمانو ګډون ګوب ترڅو په غزه د اسرائیل جګړې او د اسلامي نړۍ غبرګون په اړه خبرې وکړي.

د کنفرانس د لومړۍ ورځ په اجنډا کې  د لوړپوړو شخصیتونو ویناوې شاملې وې، لکه اسلامي دیني عالمانو رئیس شیخ علي محی الدین القره داغي، د تورکیې د دینی چارو ریاست (دیانت) مشر علي ارباش، او د  اسلامي دینې عالمانو عمومي منشي شیخ علي محمد الصلابي.

شیخ عبدالوهب آیکینجي، د امت ټولنې رئیس، د تنظیمي کمیټې په استازیتوب غونډه پرانیسته.

په ورته وخت کې، د عراق او تورکیې عالمانو ویناوې وکړې، چې پکې د عراق د فقهې شورا شیخ احمد حسن الطه او په تورکیه کې د اسلامي عالمانو د بنسټ رئیس پروفیسور نصرالله حاجي مفتوغلو شامل وو.

د لومړۍ ورکشاپ موضوع "غزې ته د مرستې د وجوب" په اړه وه، چې پکې د پلاوي مشرانو خپلې سپارښتنې وړاندې کړې.

د ورځې په وروستیو کې به د غزې د وروستیو پرمختګونو په اړه د مطبوعاتي غونډې ترڅنګ د مېلمنو ویناوې او د فلسطینیانو سره د یووالي په ملاتړ عامه اعلامیه او مظاهره ترسره شي.

دا اته ورځنی پروګرام چې د جمعې په ورځ د استانبول په ایوب سلطان جومات کې د لمانځه سره پیل شو، د اګست تر ۲۹مې پورې به دوام وکړي.

دا غونډه به د آیاصوفیه ستر جومات کې د "استانبول اعلامیې" په خپرولو سره پای ته ورسیږي، چې تنظیموونکي وایي، دا به د فلسطین د قضیې په ملاتړ د سیاسي، بشري او قانوني اقداماتو لپاره مشخص ګامونه په ګوته کړي.