لیدلوری
نوښتګري
5 د لوستلو دقیقې
تاسې پوهیږۍ چې ژاولې د لومړي ځل لپاره د چا لخوا اختراع شوي دي؟
ولې له اوه کلنو څخه تر اویا کلنو پورې خلک ژاولې ژويي؟ هر څوک بېلابېل دلیلونه ویلای شي.
00:00
تاسې پوهیږۍ چې ژاولې د لومړي ځل لپاره د چا لخوا اختراع شوي دي؟
"ساکیز" / others

 ټول ځوابونه په اصل کې سم دي. زموږ د مخ د ځوان ښکاره کېدو، د خولې بد بوی له منځه وړلو، زموږ د فشار د  کمولو یا یوازې د ساتېری لپاره ژوول کېدونکې هغه کوچنۍ، چسپناکه او ارتجاعي ماده په اصل کې زرګونه کلونه تاریخ لري. د اټکلونو پر خلاف، د نړۍ تر ټولو زړې ژاولې نه په امریکا کې او نه هم د مدیترانې په سیمه کې موندل شوې ده. لرغونپوهانو لخوا موندل شوې ۹ زره کلنه د ژاولې لومړنی فوسیل د سویډن په  اوروست ټاپو موندل شوې، خو په ټولو تمدنونو کې د ونو څخه بهېدونکې کنډونو وچه شوې بڼه په خوله کې ژول کېدله، نو دا ویل ډېر ستونزمن دي چې ژاولې یو واحد مخترع لري. خو هغه مخترع چې ژاولې ته یې د "ژاوله" نوم ورکړ، لومړنی هدف یې دا نه و چې په خوله کې ژوول کېدونکی شی رامنځته کړي، بلکې دا و چې د وسایطو د ټایرونو لپاره چې تولید یې ډېر سخت او بیه یې خورا ګرانه وه، د یوازیني خام مواد یعنې ربړ لپاره یو بدیل ومومي. خو د هغه اختراع یو ډېر بېل او تصادفي نتیجه ورکړه.

په ۱۸۴۸ کال کې امریکایي سوداګر جان بېکن کرټیس د صنوبر ونې کنډ او پارافین موم په کارولو سره یوه ډول ژاوله جوړه کړه، خو د کرټیس ژاولې ژوول ډېر سخت و او د خلکو ترمنځ ډېر مشهوره نه شوه. په ۱۸۶۹ کال کې، هغه مشهور مکسیکويي جنرال سانتا انا چې په امریکا کې په تبعید کې ژوند کولو، غوښتل خپل هېواد ته ستون شي او خپله واک بېرته ترلاسه کړي. د دې لپاره، هغه ډېرو پیسو ته اړتیا درلوده. هغه د پیسو د موندولو لپاره ذهن ته یوه مفکوره راغله. د مکسیکو اصلي اوسېدونکو مایا او ازټیکانو لخوا په خوله کې ژوول کېدونکې د "چیکل" ونې کنډ د ربړ پر ځای وکاروي. ربړ د وسایطو د ټایرونو یوازینۍ خام مواد و، او د تولید ستونزې له امله په لوړه ګټه پلورل کېده. د دې لپاره، جنرال سانتا انا له امریکایي مخترع توماس اډمز سره همکاري وکړه، خو ناکام شو ځکه چې د چیکل کنډ ډېر نرم و او د ټایرونو لپاره اړینې سختي ته نه رسېده. له دې حالت څخه ناخوښ جنرال سانتا انا نږدې دوه ټنه چیکل کنډ له امریکایي مخترع سره پرېښوده، خو دا پرېکړه د مکسیکويي جنرال لپاره د یوې ډېرې لویې شتمنۍ له لاسه ورکولو لامل شوه.

توماس اډمز چې په لاس کې یې کنډ و، فکر کاوه چې څه وکړي، یوه ورځ چې درملتون ته ولاړ، د جان بېکن کرټیس لخوا تولید شوې ژاولې پاکټونه یې ولیدل چې ډېره علاقه ورته نه وه او د المارۍ په یوه کونج کې ایښودل شوې وې. په همغه وخت کې، امریکایي مخترع پوه شو چې د سوي کارامېل ( (caramel خوند لرونکي چیکل کنډ په مرسته کولی شي په صنعتي بڼه ژاوله تولید کړي، او په دې توګه به د خام موادو لپاره خپله پانګه هم بیرته ترلاسه کړي. اډمز د کرټیس له ژاولې څخه په الهام اخیستلو سره لومړنۍ ژاوله چې "چیکل" یې درلود، تولید کړه او په درملتونونو کې یې خرڅلاو پیل کړ. امریکایي مخترع چې د خپلې ترکیب امتیاز (پټنټ) یې هم واخیست، خپلې فورمولې ته یې بېلابېل خوندونه هم اضافه کړل، او د "چیکلټ" نوم یې ورکړ چې خرڅلاو یې په یو ځل زیات شو. داسې چې په ۱۸۸۰ کال کې د اډمز فابریکه په ورځ کې ۵ ټنه چیکلټ تولیداوه.

لکه څنګه چې د ژاولې بازار پړسېده او وده یې وکړه، خپله ژاولې هم په پوکاڼۍ بدله شوه. د فرانک فلیر په نوم یو متشبث لومړنۍ پوکاڼۍ کېدونکې ژاوله تولید کړه، خو دا لومړنی هڅه، چې چسپناکه وه او چېرته به یې چې ونښته نه جلا کېده، او کله به چې وچاودېده، آن ویښتو باندې هم نښلېده، ډېر اوږده عمر ونه کړ. د امریکایي متشبث مرستې ته یو کارکوونکی لاس وراوږد کړ، او کله چې فرانک فلیر په ۱۹۲۸ کال کې د لږ چسپناکتیا لرونکې لومړنۍ پوکاڼۍ  کېدونکې ژاولې بازار ته وړاندې کړې، په ځانګړي توګه د ماشومانو زړونه یې وګټل. د ژاولې په ټوله نړۍ کې مشهوره کېدل د دویمې نړیوالې جګړې په مرسته وشول. د امریکا لوی درستیز، په سنګر کې عسکرو ته میلیونونه ژاولې ووېشلې چې د مرګ له ویرې یې پام واوړي او فشار یې کم شي. په رښتیا هم، د ژاوله ژوونکو امریکایي عسکرو ټولې نړۍ ته خپرېدونکې انځورونه د یوې نوې څپې پیل وو.

نن ورځ، ژاوله چې په ټوله نړۍ کې په میلیاردونو ډالرو ارزښت لرونکي بازار کې ځای لري، د مارکېټ په الماریو کې دومره ډېر ډولونه لري چې انتخاب یې نږدې ناممکن شوی دی. سره له دې، د دې ټولو رنګه او خوندورو جذابیتونو سربېره، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره ډېر شکر لرونکې ژاولې د خولې او غاښونو روغتیا ته منفي اغېزه لري، او دا په یاد ساتل لویه ګټه لري.

وپلټۍ
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.