نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
روسیې او چین د جګړې پر مهال د ایران له نوي مشر مجتبی خامنه اي نه د ملاتړ ژمنه وکړه
روسیې او چین د دوشنبې په ورځ د سیمه ییز کړکېچ په درشل کې د ایران نوي ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه اي ته د خپل ملاتړ پیغام ورکړ.
روسیې او چین د جګړې پر مهال د ایران له نوي مشر مجتبی خامنه اي نه د ملاتړ ژمنه وکړه
روسیې او چین د جګړې پر مهال د ایران له نوي مشر مجتبی خامنه اي نه د ملاتړ ژمنه وکړه / Reuters

مسکو او بیجینګ په منځني ختیځ کې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي په ترڅ کې د ایران د نوي مشرتابه د قانوني ټاکل کېدو ملاتړ اعلان کړ.

روسیې او چین د دوشنبې په ورځ د سیمه ییز کړکېچ په درشل کې د ایران نوي ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه اي ته د خپل ملاتړ پیغام ورکړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د مجتبی خامنه اي د ټاکل کېدو په مناسبت د مبارکۍ یو ټلګرام واستاوه او له تهران سره یې د مسکو پر ژمنو بیا ټینګار وکړ. د کرملین په اعلامیه کې راغلي: "اوس چې ایران له وسله والو بریدونو سره مخ دی، په دې لوړ مقام کې ستاسو کار بې له شکه لویې زړورتیا او سرښندنې ته اړتیا لري. زه ډاډمن یم چې تاسو به د خپل پلار لاره په ویاړ سره جاري وساتئ او ایراني ولس به د سختو ازمایښتونو پر وړاندې متحد کړئ."

پوتین د ایران له نوي مشر سره د خپل هېواد پر نه ماتېدونکي ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې روسیه به د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه باوري شریک په توګه پاتې شي.

چین: د بهرنۍ مداخلې مخالف یو

چین هم د دوشنبې په ورځ په ایران کې د مشرتابه بدلون ومانه او ویې ویل چې دا ټاکنه د هېواد د اساسي قانون او طرزالعملونو سره سم شوې ده. بیجینګ د ۵۶ کلن نوي مذهبي مشر په نښه کولو سره مخالفت وښود.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند 'ګو جیاکون' وویل چې هېواد یې د ایران په کورنیو چارو کې هر ډول بهرنۍ مداخله ردوي. دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو خبرو په ځواب کې وشوې چې ویلي یې وو نوی ایراني مشر به د واشنګټن له "تایید" پرته ډېر وخت دوام ونکړي. ګو جیاکون د ایران ملي حاکمیت ته د درناوي، د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو او د ډیپلوماټیکو خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

پر ایران د امریکا او اسرائیل جګړه

مجتبی خامنه اي چې له امنیتي جوړښتونو سره نږدې اړیکې لري، د ایران د دریم ستر مذهبي مشر په توګه د ۸۸ کسیزې خبرګان شورا له خوا وټاکل شو. دا بدلون وروسته له هغه راغی چې پخوانی مشر علي خامنه اي د فبرورۍ په ۲۸مه په تهران کې د امریکا او اسرائیل په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

له هغه وخته راهیسې په سیمه کې د ایران، اسرائیل او متحده ایالاتو ترمنځ پراخه پوځي نښته روانه ده. د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د ښوونځي د ماشومانو په ګډون تر ۱۲۵۰ ډېر ایرانیان وژل شوي دي. ایران هم په ځواب کې پر اسرائیل او د خلیج په هغو هېوادونو کې چې امریکايي اډې پکې دي، د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.