سیاست
2 د لوستلو دقیقې
د چین ولسمشر شي هند یو 'ملګری او شریک' وباله او ددې هیواد سره  يي د باثباته اړیکو غوښتنه وکړ.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د هند د جمهوریت ورځې په مناسبت ولسمشرې دروپادي مورمو ته د مبارکۍ په ترڅ کې وویل چې چین او هند "ښه ګاونډیان، ملګري او شریکان" دي.
د چین ولسمشر شي هند یو 'ملګری او شریک' وباله او ددې هیواد سره  يي د باثباته اړیکو غوښتنه وکړ.
د چین ولسمشر شي هند یو 'ملګری او شریک' وباله او ددې هیواد سره  يي د باثباته اړیکو غوښتنه وکړ. / Reuters

د چین ولسمشر شي هند یو 'ملګری او شریک' وباله او ددې هیواد سره  يي د باثباته اړیکو غوښتنه وکړ.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د جمهوریت ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ولسمشرې دروپادي مورمو ته ویلي، چې چین او هند "ښه ګاونډیان، ملګري او شریکان" دي، په داسې حال کې چې دواړه لوري د کلونو سرحدي کړکېچ وروسته د اړیکو د ټینګښت هڅې کوي.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د هند د جمهوریت ورځې په مناسبت ولسمشرې دروپادي مورمو ته د مبارکۍ په ترڅ کې وویل چې چین او هند "ښه ګاونډیان، ملګري او شریکان" دي.

د شینهوا په وینا، شي وویل چې په تېر کال کې، د چین او هند اړیکو پرمختګ ته دوام ورکړی او "د نړۍ د سولې او سوکالۍ په ساتلو او وده کې خورا لوی اهمیت لري."

شي وویل چې چین تل په دې باور دی چې "ښه ګاونډیان، ملګري او شریکان" اوسېدل د دواړو، چین او هند لپاره سمه پرېکړه ده.

شینهوا وویل، هغه چین او هند ته د "اژدها او فیل چې یوځای نڅا کوي" په توګه اشاره وکړه.

شي وویل، هیله لري چې دواړه لوري به د سالم او باثباته اړیکو د ودې لپاره خپلمنځي راکړه ورکړه او همکاري پراخه کړي او د یو بل اندېښنې به حل کړي.

 د اټومي وسلو لرونکي اسیایي ګاونډیان ۳،۸۰۰ کیلومتره (۲،۴۰۰ مایله) ګډه پوله لري چې په سمه توګه نه ده په نښه شوې او له ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې پرې شخړې روانې دي.

د دواړو هېوادونو اړیکې په ۲۰۲۰ کال کې له یوې نښتې وروسته خرابې شوې، چې په کې ۲۰ هندي او څلور چینایي سرتېري په لاس په لاس جګړه کې ووژل شول. له هغې وروسته، د همالیا پوله د دواړو خواوو له خوا په لوړه کچه نظامي شوه.

دواړو هېوادونو تېر کال د یو لړ لوړ پوړو دوه اړخیزو لیدنو وروسته د اړیکو په ښه کولو پیل وکړ.

په ۲۰۲۵ کال کې مستقیمې الوتنې بیا پیل شوې، ځکه چې دواړو هېوادونو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړه ییزې بهرنۍ تګلارې په شالید کې د سوداګرۍ او پانګونې بهیر ګړندی کړ.

وپلټۍ
پوتین او ټرمپ د یونیم ساعت لپاره ټلیفوني خبرې وکړې
امریکا او ایران د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه وکړه؛ خو ایا کوم لوری ګټونکی دی؟
په داسې حال کې چې زیلینسکي د سولې تړون لپاره له ټرمپ سره خبرې کوي روسیې پر کییف بریدونه وکړل
د مهمو خبرونو غور چاڼ
زېلینسکي له پوتین څخه په یوه بې طرفه هېواد کې د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه
ټرمپ وايي د ایران لخوا زمونږ پر سرتیرو د مرګوني برید د نه کولو په صورت کې به اوربند دوام وکړي
ټرمپ: د ایران ستر رهبر د جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې ښکېل دی
ټرمپ پنځه ځله نتنیاهو غندلی خو وروسته څه پېښ شوي؟
چین او برازیل ژمنه وکړه چې په ګډه به د بهرنیو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي
کیوبا وايي چې پدې هیواد د امریکا د پوځي تیري خطر په ډیرې چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دی.
د مونیخ امنیتي کنفرانس مشر: په انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې باید د تورکیې ګټې په پام کې ونیول شي
سټارمر د انګلستان په محلي ټاکنو کې د کارګر ګوند له ماتې وروسته له استعفا کولو ډډه وکړه
ټرمپ: له ایران سره په خبرو کې 'ډېر ښه' پرمختګ شوی او ادعا کوي چې هوکړه نږدې ده
شمالي کوریا له خپل اساسي قانون څخه له جنوبي کوریا سره د یوځای کېدو یادونې لرې کړې
سپینه ماڼۍ د ایران سره د حساسې کچې خبرو اترو لپاره د خالي په ورځ کوشنر او ویټکوف پاکستان ته استوي
ایران له امریکا سره د خبرو اترو لپاره پاکستان ته د کوم پلاوي لېږل رد کړل
بلجیم د اروپايي ټولنې نه د اسرائیل پر خلاف د سختو اقداماتو او بندیزونو غوښتنه وکړه
لاوروف : روسیه په استانبول کې د اوکراین سره د خبرو امکان ته مثبت نظر لري
د ایران او امریکا ترمنځه د احتمالي مخامخ مذاکراتو د بل پړاو په اړه بحثونه روان دي
امریکايي رسنۍ : ټرمپ پر ایران د تازه پوځي بریدونو پر غوراوي فکر کوي