د پاکستان له مرکزي سیمو څخه  له ۱۲۰ زرو څخه ډېر کسان د سېلابونو له امله تخلیه شوي دي.

ژغورونکو د پوځ په ملاتړ نږدې ۱۰۰،۰۰۰ خلک د شپې له خوا د پاکستان له مرکزي ښار څخه ایستلي دي، چې ځینو یې وویل د خپلو کورونو د سېلاب لاندې کېدو او د کرنیزو ځمکو د له منځه تلو وروسته په خېمو او پرانیستو ځایونو کې د سوځنده ګرمي زغملو ته اړ شول.

/ Reuters

د پاکستان له مرکزي سیمو څخه  له ۱۲۰ زرو څخه ډېر کسان د سېلابونو له امله تخلیه شوي دي.

د سېلاب اوبو په ۲۶ ولسوالیو کې له ۳,۹۰۰ څخه ډېر کلي تر اوبو لاندې کړي دي.

ژغورونکو د پوځ په ملاتړ نږدې ۱۰۰،۰۰۰ خلک د شپې له خوا د پاکستان له مرکزي ښار څخه ایستلي دي، چې ځینو یې وویل د خپلو کورونو د سېلاب لاندې کېدو او د کرنیزو ځمکو د له منځه تلو وروسته په خېمو او پرانیستو ځایونو کې د سوځنده ګرمي زغملو ته اړ شول.

د پنجاب د افتونو د مدیریت ادارې عمومي رئیس، عرفان علي کاتیا، وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ختیځ پنجاب ایالت د جلالپور پیروالا له ښاره تر ۱۲۲،۰۰۰ زرو زیات کسان ایستل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ډېری خلکو له خپلو خپلوانو کره پناه اخیستې، په داسې حال کې چې نور په مرستندوی کمپونو کې اوسیږي.

کاتیا خبریالانو ته وویل چې د سختو مانسوني بارانونو، ناڅاپي ورښتونو او له ګاونډي هند څخه د بندونو د اوبو خوشې کېدو له امله د تیرې میاشتې راهیسې یوازې په پنجاب کې ۲.۲ میلیونه کسان بې ‌ځایه شوي دي. 

د تېرې میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۶۱ کسان په سېلابي پېښو کې مړه شوي دي. د هغه په وینا، ملتان ـ چې په پنجاب کې یو بل مهم ښار دی ـ لا هم د سېلاب له ګواښ سره مخ دی ځکه د سیندونو د اوبو سطحه لوړېږي. هغه وویل چې د ښارونو د ساتنې لپاره د اوبو د کليوالو سیمو لور ته د اړولو په موخه د بندونو د کنټرول شوې ماتولو چمتووالی روان دی.

هغه وویل: "موږ پر وخت د ایستلو په وسیله د ډېرو خلکو ژوند وژغوره، که څه هم ځینو کسانو تر هغه وخته له خپلو کلیو د وتلو نه انکار وکړ څو چې اوبه د هغوی سیمې ته ورسېدې."

هغه زیاته کړه چې د ژوندي پاتې شویو د موندلو لپاره د حرارتي انځور اخیستونکو ډرونونو څخه کار اخیستل شوی دی.

د زیانونو په منځ کې مننه

کاتیا وویل چې د اګست له ۲۳مې راهیسې د سېلاب اوبو په ۲۶ ولسوالیو کې تر ۳,۹۰۰ ډېر کلي تر اوبو لاندې کړي دي.

یو بې‌ ځایه شوی اوسېدونکی، طارق الله، وویل چې هغه او د هغه کورنۍ اوس مهال د سړک غاړې په یوه خېمه کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه: "الحمدلله چې زموږ ژوندونه وژغورل شو. کور بېرته جوړېدای شي، خو ژوند یوازې یو ځل ورکول کېږي." هغه دا هم وویل چې یوه سیمه ‌ییزه سیاسي ډله، پاکستان مرکزي مسلم لیګ، د ده په څېر کورنیو سره مرستې کوي.

د ملي افتونو د مدیریت ادارې (NDMA) په وینا، هند د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا د سیندونو د اوبو د سطحې معلومات له پاکستان سره شریک کړل او څرګنده یې کړه چې د هند یو سیند لا هم د خطر کچې ته رسېدلی، چې دا د سرحدي سیمو په پاکستاني برخو کې د نورو سېلابونو د رامنځته کېدو خطر لوړوي.

د افتونو د مدیریت ادارې د معلوماتو له مخې، د جون له وروستیو راهیسې په ټول هېواد کې د مانسوني سېلابونو له امله تر ۹۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

په اوس وخت کې نږدې ۸۰ زره کسان په پنجاب کې په مرستندوی کمپونو کې ژوند کوي، او په جنوبي سند ایالت کې هم خلک کډه شوي، چې یوازې تېره اونۍ کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

سند د ۲۰۲۲ کال د ویجاړونکي سیلابونو له امله تر ټولو ډیر زیانمن شوی و، چې په ټول پاکستان کې یې ۱۷۳۹ کسان ووژل.