نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د کوریا په ټاپووزمه کې د تاوتریخوالي په ترڅ کې، جنوبي کوریا یو مهم ګام اوچت کړ
د جنوبي کوریا دفاع وزیر ان ګیو-بېک ویلي، جنوبي کوریا به د دې کال تر پایه خپل ځواکمن هیونمو-۵ بالستیک توغندی ځای پر ځای کړي، ترڅو د شمالي کوریا د مخ پر ودې اټومي ګواښ په وړاندې د "مخنیوي توازن" رامنځته کولو هڅې وکړي.
د کوریا په ټاپووزمه کې د تاوتریخوالي په ترڅ کې، جنوبي کوریا یو مهم ګام اوچت کړ
د کوریا په ټاپووزمه کې د تاوتریخوالي په ترڅ کې، جنوبي کوریا یو مهم ګام اوچت کړ / Reuters


د جنوبي کوریا دفاع وزیر ان ګیو-بېک وايي چې د هیونمو-۵ پراخ تولید لا له وړاندې پیل شوی دی.

د جنوبي کوریا دفاع وزیر ان ګیو-بېک ویلي، جنوبي کوریا به د دې کال تر پایه خپل ځواکمن هیونمو-۵ بالستیک توغندی ځای پر ځای کړي، ترڅو د شمالي کوریا د مخ پر ودې اټومي ګواښ په وړاندې د "مخنیوي توازن" رامنځته کولو هڅې وکړي.

د جنوبي کوریا دفاع وزیر ان ګیو-بېک د پنجشنبې په ورځ له یونهاپ خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د هیونمو-۵ پراخ تولید لا له وړاندې پیل شوی او د تولید د کچې لوړولو لپاره اقدامات روان دي.

هغه  وویل: "دا چې جنوبي کوریا د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون (NPT) غړی دی او اټومي وسلې نه شي لرلی، زه کلک باور لرم چې موږ باید د 'مخنیوي توازن' رامنځته کولو لپاره د پام وړ شمېر هیونمو-۵ ډوله خطرناک توغندي ولرو."

هیونمو-۵، چې د خپلې اندازې او ویجاړونکي ځواک له امله د "خطرناک توغندي" لقب هم ورکړل شوی، له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکی بالستیک توغندی دی چې د اته ټنه دودیزې سرګلولې د لېږدولو او تر ځمکې لاندې پټنځایونو د ویجاړولو وړتیا لري.

د دغه توغندي څخه په لومړي ځل تېر کال د وسله والو ځواکونو د ورځې په مراسمو کې پرده پورته شوه.

د  جنوبي کوریا دفاع وزیر ان ګیو-بېک دا وروستۍ څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې شمالي کوریا تېره اونۍ په یوه پوځي رسم ګذشت کې د لومړي ځل لپاره خپل نوی هواسونګ-۲۰ بین البراعظمي بالستیک توغندی (ICBM) نندارې ته وړاندې کړ.

هغه ادعا وکړه چې شمالي کوریا ممکن سږ کال دغه نوی بین البراعظمي توغندی وازمایي، او د توغندیو د توغولو یوې ساحې ته نږدې د ځینو کشف شویو خوځښتونو یادونه یې وکړه.

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.