امریکا د غزې په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د تورکیې ته وړاندې کړه

د امریکا د استازولۍ یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، چې د امریکا سفیر مایک والټز دا مسوده د امنیت شورا له ۱۰ ټاکل شویو غړو او څو سیمه‌ییزو شریکانو — تورکیې، مصر، قطر، متحده عربي اماراتو، او سعودي عربستان — سره شریکه کړه.

By
امریکا د غزې په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د تورکیې ته وړاندې کړه

امریکا د غزې په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د تورکیې په ګډون شریکو هېوادونو ته وړاندې کړه

په مسوده کې د امنیت شورا د واک غوښتنه شوې، ترڅو یو نړیوال امنیتي ځواک د غزې پر اوربند څارنه وکړي او د ټرمپ له ۲۰ ماده‌ییز سولې چوکاټ څخه ملاتړ وکړي.

د واشنګټن استازولۍ ویلي، امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کړې، چې موخه یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې لپاره د ۲۰ ماده‌ییز سولې پلان پیاوړي کول دي، په شمول د یوه نړیوال امنیتي ځواک (ISF) منظورول.

د امریکا د استازولۍ یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، چې د امریکا سفیر مایک والټز دا مسوده د امنیت شورا له ۱۰ ټاکل شویو غړو او څو سیمه‌ییزو شریکانو — تورکیې، مصر، قطر، متحده عربي اماراتو، او سعودي عربستان — سره شریکه کړه.

پر دې مسودې د رایې ورکولو لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

د امریکا په بیان کې راغلي چې پرېکړه‌لیک "د سولې له بورډ څخه هرکلی کوي،" چې د غزې لپاره یوه انتقالي حاکمه اداره ده، کومه چې د ټرمپ په ۲۰ ماده‌ییز پلان کې په پام کې نیول شوې او نوموړی به یې مشري کوي.

دا همدارنګه "نړیوال ثبات ځواک"  ته، چې د سولې په پلان کې یې یادونه شوې، واک ورکوي.

د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، څو هېوادونو په نړیوال امنیتي ځواک (ISF) کې د ګډون لپاره خپله لېوالتیا ښودلې، خو ټینګار کوي چې فلسطیني خاورې ته د ځواکونو له ځای پر ځای کولو مخکې باید د امنیت شورا ماموریت ترلاسه کړي.

د امریکا ویاند وویل: "د ولسمشر ټرمپ د زړورې مشرۍ لاندې به امریکا یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې پایلې ترلاسه کړي —نه ختمېدونکې خبرې."

د نړیوال ځواک جوړول د اسرائیلو او حماس مقاومت ډلې ترمنځ د اکتوبر د ۱۰مې د اوربند تړون یوه کلیدي برخه ده.

د دې تړون له مخې، ځواکونه به یې عمدتاً له عربي او اسلامي هېوادونو څخه وي او په غزه کې به ځای پر ځای شي ترڅو د اسرائیلي پوځ د وتلو پر مهال پر امنیت څارنه وکړي.

د امریکا ویاند زیاته کړه: "اړخونو له دې تاریخي فرصت څخه ګټه اخیستې ترڅو په پای کې د لسیزو وینې بهېدنې ته د پای ټکی کېږدي او په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لپاره د ولسمشر لیدلوری په حقیقت بدل کړي."

د ټرمپ د پلان په وروستیو پړاوونو کې له غزې څخه د اسرائیلو نور وتل، د حماس بې وسلې کول، او د ویجاړې شوې فلسطینۍ سیمې بیارغونه شامل دي.