تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د یو مهم رسمي سفر په ترڅ کې مصر ته ځي
د  تورکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان به د اګست په ۹مه د یو مهم رسمي سفر په ترڅ کې مصر ته لاړ شي. حاکان فیدان به د خپل دې سفر په ترڅ کې  د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ګډون د مصري مقاماتو سره لیدنه وکړي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د یو مهم رسمي سفر په ترڅ کې مصر ته ځي
/ AA

د  تورکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان به د اګست په ۹مه د یو مهم رسمي سفر په ترڅ کې مصر ته لاړ شي. حاکان فیدان به د خپل دې سفر په ترڅ کې  د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ګډون د مصري مقاماتو سره لیدنه وکړي.

د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس سلمه کلیزه لمانځي. دا د فیدان دویم سفر دی چې سږ کال قاهره ته کوي. هغه د مارچ په ۲۳مه د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) او د عرب لیګ د غزې په اړه د اړیکو ډلې په غونډه کې ګډون کړی و.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاتي د فبرورۍ په ۴مه  تورکیې ته دوه اړخیز سفر کړی و، او دواړو وزیرانو وروستی ځل د جون په میاشت کې  په استانبول کې جوړه شوې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ۵۱مه غونډه کې سره لیدلي وو.

د لیدنو اصلي اجنډا د غزې مسئله ده

په قاهره کې به خبرې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو پرمختګونو، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا پر موضوعاتو متمرکزې وي.

تمه کېږي چې د غزې موضوع به د خبرو اترو اصلي برخه وي، او دواړه خواوې به د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند په اړه د مصر، قطر، او امریکا په منځګړیتوب د خبرو اترو په اړه نظرونه تبادله کړي. همدارنګه به د بشري مرستو د پرله‌پسې رسولو لپاره د ګډو هڅو په همغږۍ خبرې وشي.

تمه ده چې فیدان به ټینګار وکړي چې د اسرائیلو کړنې د دوه دولتونو د حل لارې مخه نیسي، او د غزې د الحاق په اړه وروستي ګامونه د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره تر ټولو لوی خنډونه دي.

وزیران به د فلسطین په اړه د نړیوال کنفرانس پایلې وڅېړي، چې د جولای له ۲۸مې څخه تر ۳۰مې پورې په نیویارک کې د  تورکیې په ګډون ترسره شوی و، او د غزې د بیا رغونې په ملاتړ کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړي. دا یوه نوښت دی چې  تورکیې د روان کال په پیل کې په جده کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې ملاتړ کړی و.

سیمه‌ییز او دوه اړخیزې لومړیتوبونه

په خبرو کې به د لیبیا، سوډان، سومالیا، او د شمالي او ختیځې افریقا او ساحل سیمې په نورو برخو کې پرمختګونه هم شامل وي، ترڅو وڅېړل شي چې دواړه هېوادونه څنګه کولی شي په ګډه د سیمه‌ییز ثبات سره  مرسته وکړي.

د  تورکیې او مصر ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې په وروستیو کلونو کې د پرله‌پسې اړیکو او متقابلو لیدنو له لارې وده کړې ده.

سږ کال د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس سلمه کلیزه لمانځل کیږي، او د لوړې کچې د ستراتیژیکې همکارۍ د شورا راتلونکې غونډه به په ۲۰۲۶ کال کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او ولسمشر السیسي په ګډ مشرتابه ترسره شي. لومړۍ غونډه په ۲۰۲۴ کال کې په انقره کې ترسره شوې وه.

مصر د افریقا په کچه د  تورکیې تر ټولو لوی سوداګریز شریک پاتې شوی، چې په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیز تجارت ۸.۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلی. دواړه خواوې هڅه کوي چې دا شمېره په راتلونکو کلونو کې ۱۵ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي. په مصر کې د  تورکیې پانګونې شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلې دي.

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د انقرې او قاهرې ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې بیا تازه شوې دي، او د غزې کړکېچ د دوی د همکارۍ لپاره د مرکزي ستنې په توګه پاتې دی.

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه