د اسرائيلو د پارلمان وکیلان د فلسطيني بنديانو د په دار ځړولو لپاره د قانون د مسودې د تصویب هڅې کوي

د اسرائيلي رسنیو په وینا، د اسرائيلو پارلمان یوه ډېره جنجالي لایحه پرمخ وړي چې د فلسطيني بنديانو د په دار ځړولو اجازه به ورکړي، دا د پخوانیو رسمي ادعاوو خلاف ده چې ویل یې د وژونکې ستنې (زرق) څخه به کار واخیستل شي.

By
د اسرائيلو د پارلمان وکیلان د فلسطيني بنديانو د په دار ځړولو لپاره د قانون د مسودې د تصویب هڅې کوي / AP

د اسرائيلو د پارلمان وکیلان د فلسطيني بنديانو د په دار ځړولو لپاره د قانون د مسودې د تصویب هڅې کوي

د سخت دريځو ښي اړخو له خوا ملاتړ شوې قانون ړدتصویب ته نږدې شوې، چې چارواکو ته پراخ مصئونیت ورکوي او د استیناف غوښتنې مخه نیسي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو ډلې د جدي قانوني او اخلاقي سرغړونو خبرداری ورکوي.

د اسرائيلي رسنیو په وینا، د اسرائيلو پارلمان یوه ډېره جنجالي لایحه پرمخ وړي چې د فلسطيني بنديانو د په دار ځړولو اجازه به ورکړي، دا د پخوانیو رسمي ادعاوو خلاف ده چې ویل یې د وژونکې ستنې (زرق) څخه به کار واخیستل شي.

هاریټز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د قانون په مسوده کې په څرګنده توګه ویل شوي چې اعدامونه به د ځړولو له لارې ترسره کېږي، چې د زندان د یوه ځانګړي ګمارل شوي افسر له خوا به اجرا شي.

دا لایحه چې د ملي امنیت د وزیر ایتامار بن ګویر په مشرۍ د اوتزما یهودیت ګوند د سخت دريځې د پارلمان وکیل لیمور سون هار-ملک له خوا معرفي شوې، په کنیسټ (د اسرائيلو پارلمان) کې خپل دوهم او دریم لوست ته رسېدلې ده. د وروستۍ رایې ورکولو لپاره یې کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

د وړاندیز له مخې، د اسرائيلو د زندانونو د خدماتو کمېشنر به اعداموونکی وټاکي، او دا پروسه به د زندان د یوه ساتونکي، یوه قضايي استازي او د بندي د کورنۍ د یوه غړي له خوا څارل کېږي. لایحه وايي، اعدامونه حتی که ځینې څارونکي حاضر هم نه وي، د ځنډ د مخنیوي لپاره ترسره کېدای شي.


په دې پروسه کې ښکېلو چارواکو ته بشپړ مصئونیت

دا قانون په دې پروسه کې ښکېلو چارواکو ته بشپړ مدني او جنایي مصئونیت ورکوي او کله چې د مرګ سزا صادره شي، د سزا کمولو، استیناف غوښتنې، یا لغوه کولو مخه نیسي.

هغه بندیان چې د مرګ په سزا محکوم شوي وي، په بشپړه انزوا کې به ساتل کېږي، لیدنې به یې یوازې د مجازو پرسونل پورې محدودې وي، او اعدامونه به د وروستۍ پرېکړې څخه په ۹۰ ورځو کې دننه ترسره کېږي.

د اعدامونو جزئیات به د اسرائيلو د زندانونو د خدماتو له خوا خپاره شي، په داسې حال کې چې د اعدام کوونکو هویت به محرم پاتې شي.

د ځړولو راپور شوې طریقه په مستقیم ډول د هغې بیانیې سره په ټکر کې ده چې تېر نومبر میاشت کې د کنیسټ لخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه، چې ویلي یې و اعدامونه به د وژونکې ستنې (زرق) له لارې ترسره شي.

دغه لایحه د اعدام سزا د هر هغه چا لپاره لازمي ګڼي چې یو یهودي "یوازې د دې لپاره ووژني چې هغه یهودي دی"، په شمول د هغو کسانو چې د داسې کړنو په پلانولو یا اسانولو تورن وي.

د مرګ سزا د لوی څارنوال له غوښتنې پرته هم صادرېدای شي، او محاکمې به د ډګرمن یا له هغه څخه د لوړې رتبې پوځي قاضیانو پر وړاندې ترسره شي.

د اسرائيلو د عامه خپرونو ادارې په وینا، کنیسټ دا لایحه د نومبر په میاشت کې په لومړي لوست کې د ۱۶ مخالفو رایو په مقابل کې د ۳۹ موافقو رایو په ورکولو سره تصویب کړه.

بن ګویر له اوږدې مودې راهیسې د فلسطيني بنديانو د اعدامولو ملاتړ کوي او د توقیف پر شرایطو یې د پراخو محدودیتونو څارنه کړې ده.

د بشري حقونو ډلې وايي چې اسرائيلو د غزې د جګړې له پیل راهیسې د فلسطيني بندیانو پر وړاندې سرغړونې لکه شکنجه، لوږه، جنسي تاوتریخوالی او د طبي پاملرنې نشتوالی په شدت سره زیات کړي دي.

د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې د اسرائيلو پوځي عملیاتو له ۷۱،۰۰۰ څخه ډېر کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژلي او له ۱۷۰،۰۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړي دي.