منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران او اسرائیل په یو بل د متقابلو بریدونه د پایته رسولو اعلان وکړ
ایران او اسرائیلو بریدونه ودرول؛ تهران خبرداری ورکړ که پر لبنان بریدونه پیل شي ځواب به یې 'ځپونکی' وي
ایران او اسرائیل په یو بل د متقابلو بریدونه د پایته رسولو اعلان وکړ
ایران او اسرائیل په یو بل د متقابلو بریدونه د پایته رسولو اعلان وکړ

ایران پر اسرائیلو د خپلو بریدونو د پای ته رسولو اعلان وکړ، خو خبرداری یې ورکړ چې که پر لبنان د اسرائیلو بریدونه دوام ومومي، دوی به "ځپونکی" ځواب ورکړي. بل خوا اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې تل ابیب د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه پر تهران بریدونه بند کړي دي.

د ایران د "خاتم الانبیاء" مرکزي قرارګاه په یوه بیان کې چې تسنیم خبري اژانس خپور کړی، ویلي: "په سویلي لبنان او ضاحیه سیمه کې د وحشي صهیونیسټي رژیم د تېري او شرارتونو په ځواب کې، چې د جنایتکارې امریکا په ملاتړ ترسره شول، د ایران پیاوړو وسله والو ځواکونو د لبنان د مظلومو خلکو د ملاتړ په موخه دغه رژیم ته دردونکی ځواب ورکړ."

ایران وویل چې اسرائیل او د هغوی ملاتړي باید د تهران له دې غبرګون څخه "درس اخیستی وي" او زیاته یې کړه چې اوس د خپلو وسله والو ځواکونو د عملیاتو درېدل اعلانوي. خو په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړ چې که "تېري او شرارتونه په ځانګړې توګه په سویلي لبنان کې دوام ومومي، نو د ایران راتلونکي اقدامات به ډېر سخت او ځپونکي وي."

د اسرائیلو ۱۲م چینل د یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې اسرائیل د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه پر ایران خپل بریدونه دروي. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر هم تېر ساعتونه تلیفوني خبرې کړې دي. د اسرائیلو ۱۳م چینل ویلي چې دا تلیفوني اړیکه لږ وخت مخکې له هغه شوې وه چې ایران پر اسرائیلو د بریدونو د درېدو اعلان وکړ.

مذاکرات لا هم په اجنډا کې دي

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې تهران د اپریل له اوربند وروسته د لومړي ځل لپاره د بریدونو له تبادلې وروسته، لا هم د خبرو اترو میز ته ژمن دی. پزشکیان په اېکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي: "ډیپلوماسي او دفاع د ملي ځواک دوه وزرونه دي؛ موږ نه د جګړې میدان پرېښی او نه هم د مذاکرې میز." هغه زیاته کړه چې تهران به د هېڅ ډول ګواښ پر وړاندې شاته نشي.

کړکېچ د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه زیات شو چې اسرائیلو د اوربند سربېره د لبنان په پلازمېنه بیروت بمباري وکړه. ایران په ځواب کې پر شمالي اسرائیلو توغندي وویشتل او اسرائیلو هم پر ایران څو څپې هوايي بریدونه وکړل.

د "اسرائیل هیوم" ورځپاڼې د راپور له مخې، تل ابیب او واشنګټن تهران ته پیغام لېږلی چې که ایران د توغندیو ویشتل بند کړي، اسرائیل به نور بریدونه ونه کړي. ډونالډ ټرمپ هم نن سهار وختي پر خپلې ټولنیزې شبکې (Truth Social) له اسرائیلو او ایران څخه وغوښتل چې له متقابلو بریدونو وروسته "سمدستي" جګړه ودروي.

 

وپلټۍ
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې